د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

ملګري ملتونه: ۸۵ سلنه افغانان د ورځې تر یو ډالر په کم لګښت ژوند کوي


ارشیف: په افغانستان کې اهنګران د کار پر مهال. دوی هم د کار او کافي عاید له نشتوالي سر ټکوي.
ارشیف: په افغانستان کې اهنګران د کار پر مهال. دوی هم د کار او کافي عاید له نشتوالي سر ټکوي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره یا 'یو این ډي پي' وايي، پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو وروسته ۸۵ سلنه افغانان د ورځې تر یو ډالر په کم لګښت ژوند کوي.

دې ادارې د پنجشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې اقتصادي وضعیت خراب شوی چې تر ډېره یې ښځې اغېزمنې کړې دي.

په راپور کې راغلي چې په ښځو د طالبانو محدودیتونو له ۶۰۰ میلیونه ډالرو تر یو میلیارد ډالرو پورې د افغانستان اقتصاد ته زیان اړولی دی.

د 'یو این ډي پي' د موندنو پر بنسټ له ۲۰۲۰ کال راهیسې د افغانستان کورنی ناخالص تولید یا 'جي ډي پي' ۲۹ سلنه راښکته شوی دی.

په راپور کې وړاندې ویل شوي چې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو ملاتړ کوونکو هم خپلې مرستې ډېرې کمې کړې دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې د طالبانو لخوا په ښځو د تحمیل شویو محدودیتونو د لرې کېدو په خاطر د هڅو او د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د اغېزمنو ښځو لپاره د ښځو په محوریت د پروګرامونو د عملي کېدو غوښتنې هم کړې دي.

دې سازمان همدا شان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو له مبارزو ملاتړ وکړي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې راپور ردوي او ادعا کوي چې په افغانستان کې اوس د پخوا په پرتله وضعیت ښه شوی، د افغانیو ارزښت لوړ شوی، تورم ټیټ شوی او کارونه هم زیات شوي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "دا محاسبې غلطې دي او هغه څوک یې کوي چې غواړي د افغانستان پرمختګونه پیکه وښيي او په وړاندې یې تبلیغات او پروپاګند وکړي. موږ متوجه یو چې ټولې ناوخوالې به ان شاالله حل کېږي، خو اقتصادي ستونزې او دا چې افغانان عاید ډېر نه لري، دا د افغانستان د ۴۰ کلنو ستونزه او غمیزه ده."

په ورته وخت کې ځینې هغه افغانان چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، وايي چې دندې یې له لاسه ورکړي او نور کارونه هم نه ورته پیدا کېږي چې د خپل کور لګښتونه پرې پورې کړي.

د دوی له ډلې محمد ولي وايي، د بې کارۍ له امله مجبور شوی چې خپل ورځنی لګښت ډېر کم کړي.

محمد ولي: باور وکړئ په تېرو پنځو میاشتو کې مې خپلو اولادونو ته یوه کیلو مېوه نه ده راوړې.

هغه وویل: "باور وکړئ په تېرو پنځو میاشتو کې مې خپلو اولادونو ته یوه کیلو مېوه نه ده راوړې. ډېر حالت خراب دی او اقتصاد مو صفر ته راغورځېدلی دی. په نیمه ګېډه خپلې شپې سبا کوو."

د رویا په نوم یوه مېرمن هم چې په تېر جمهوري حکومت کې یې دنده کوله او اوس طالبانو له دندې ګوښه کړې، وايي چې اقتصادي وضعیت یې د پخوا په پرتله خراب شوی او د لاسنیوي څوک هم نه لري.

هغې وویل: "زما څلور ماشومان دي، خاوند مې هم یو کال مخکې د ناروغۍ له امله مړ شو. اقتصادي وضعیت مو د پخوا په پرتله ډېر خراب دی. یوه بې سرپرست مور مې ده، یوه خور او یو ۱۵ کلن ورور لرم چې هغوی هم مرسته نه شي راسره کولای. په ډېر سخت حالت کې یوو."

تر دې مخکې هم ګڼو نړیوالو سازمانونه په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورینونو په اړه راپورونه خپاره کړي چې مهم عوامل یې د نړیوالو مرستو کمېدل، د طالبانو محدودېتونه او ورځ تر بلې ډېرېدونکې بې کاري ښودل شوي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا هم په روانه اوونۍ کې ویلی وو چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې به شاوخوا ۲۳،۷ میلیون افغانان د خپلې بقا لپاره بشري مرستو ته اړ وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG