د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

"په افغانستان کې ماشومان او وسله والې شخړې" په نوم د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور ته کتنه


له ارشیفه د څو افغان ماشومانو تصویر
له ارشیفه د څو افغان ماشومانو تصویر

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېریش د راپور یوه برخه چې د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۲۲مه د "په افغانستان کې ماشومان او وسله والې شخړې" تر سرليک لاندې خپور شو، ښيي چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته که څه هم شخړې کمې شوي، خو ماشومان لا هم له تاوتریخوالي سره مخ دي.

په دغه راپور کې چې د ماشومان او وسله‌والو شخړو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له دفتر څخه خپور شوی راغلي دي، لومړنيو اړتياوو ته د افغان ماشومانو لاس‌رسی، د جګړو، بې‌وزلۍ، د خوړو د نه خوندیتوب، طبیعي پېښو، ناقانونه کډوالۍ او د زده‌کړو پرېښودو له امله کم شوی او هغوی یې له تاوتریخوالي، ځورونې، ناوړه ګټه اخيستنې او جرمي فعالیتونو سره مخ کړي دي.

د ماشومان او وسله‌والو شخړو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ویرجینیا ګامبا په دې راپور کې ویلي، په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو څخه د میلیونونو نجونو بې‌برخې کېدل دوی له تاوتریخوالي، کم‌عمره او جبري ودونو او ناموسي وژنو سره مخ کړي دي او واکمن چارواکي باید د نجونو لپاره د زده‌کړو او لوړو زده‌کړو دروازې پرانیزي.

ګوتیرش: لومړنيو اړتياوو ته د افغان ماشومانو لاس‌رسی، د جګړو، بې‌وزلۍ، د خوړو د نه خوندیتوب، طبیعي پېښو، ناقانونه کډوالۍ او د زده‌کړو پرېښودو له امله کم شوی
ګوتیرش: لومړنيو اړتياوو ته د افغان ماشومانو لاس‌رسی، د جګړو، بې‌وزلۍ، د خوړو د نه خوندیتوب، طبیعي پېښو، ناقانونه کډوالۍ او د زده‌کړو پرېښودو له امله کم شوی

په دغه راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې د څو میاشتو او ۱۷ کلونو تر منځ د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۵۱۹ پېښې ثبت شوي چې د ډېرو پېښو عاملين طالبان پېژندل شوي دي.

د دغه راپور له‌مخې، ماشومان بشري مرستو ته لږ لاس‌رسی لري او د لوږې د خطر تر څنګ د ماین چاودنو له ګواښ سره هم مخ دي.

د دې تر څنګ په دغه راپور کې د طالبانو په پوځي لیکو کې د ماشومانو یا کم‌عمره ځوانانو استخدام ته اشاره شوې ده، چې راپور له‌مخې که څه هم طالبان ادعا کوي چې د ماشومانو د کار قانون پلي کوي، خو په عمل کې دا ډول څه نه لیدل کېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې راپور کې د شویو ادعاو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا په داسې حال کې ده چې، یو شمېر هغه ماشومان چې په کورنۍ کې د نفقې پيدا کولو لپاره څوک نه‌لري او يا هم د کمزوري اقتصاد له امله کار کوي، ازادي راډیو ته يې وویل، دوی هم ښوونځي ته تلل خوښوي خو له مجبورۍ کار کوي.

د هرات ولایت اوسېدونکی دیارلس کلن احسان وايي، له دوو کلونو راهیسې بوټان رنګوي او کله کله بار هم وړي.

هغه وويل، دى او نور وروڼه يې اړ دي چې د خپلې اته کسيزې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.

احسان زیاتوي:

"زه ۱۳ کلن یم، په کور کې اته کسان يو، درې خویندې او درې ورونه لرم، د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانیو پورې کار کوم، شکر ښه دی تېرېږي. تر پنځم ټولګي پورې ښوونځي ته لاړم نور راڅخه پاتې شو. ماته هم دا خوند راکوي چې ښوونځي ته لاړ شم، خو د ژوند د همدې وضعيت له امله نه‌شم کولی."

ماشومان او ښځې د افغانستان د روان بشري او اقتصادي ناورین تر ټولو اصلي قربانیان ګڼل کیږي
ماشومان او ښځې د افغانستان د روان بشري او اقتصادي ناورین تر ټولو اصلي قربانیان ګڼل کیږي

په همدې حال کې د کابل اوسېدونکی ١٧ کلن دانش وايي چې له کوچنيوالي څخه تر اوسه د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره کار کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"د خراب اقتصادي وضعيت له امله زه او په زرګونو نور ماشومان دې ته اړ شوي يو چې سخت کار وکړو، په کانونو کې کار وکړو، د مزدورانو په توګه کار وکړو، په سړکونو کې کار وکړو، په داسې حال کې چې ښوونځيو ته زموږ د تللو وخت دی، خو د اقتصادي وضعیت له امله موږ باید کار وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هم د جمعې په ورځ د ماشومانو د ساتنې د پروګرامونو په یوه راپور کې د ماشومانو د کار او د هغوی د ناوړه استفادې په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې هم ویلي چې په افغانستان کې ځینې میندې د بې‌وزلۍ له امله خپلو ماشومانو ته انټي هسټامین ورکوي.

دا داسې درمل دي چې نشه راوړونکي دي او د مسموميت لپاره ترې کار اخيستل کېږي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د جمعې په ورځ په یوه اعلاميه کې وویل، دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۱۲ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او ۳ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړيږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له‌مخې، په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې ډلې ۱۶ میلیونه یې ماشومان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG