د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

سېف د چلډرن: نږدې ۷،۸ میلیونه افغان ماشومان به د لوږې خطر سره مخ شي


ارشیف: په ننګرهار کې اړمنې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په ننګرهار کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

د ماشومانو د ژغورنې صندوق یا 'سېف د چلډرن' وايي، په نوي زېږدیز کال کې به په افغانستان کې نږدې اته ميليونه ماشومان يا په هرو درېيو ماشومانو کې به يو، د لوږې ناورین له خطر سره مخ شي.

'سېف د چلډرن' په افغانستان کې د ميليونونو ماشومانو د وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

یاد سازمان د پنجشنبې په ورځ د لوږې د څارنې نړیوال سیستم د راپور پر بنسټ یوه اعلامیه خپره کړه او ویلي یې دي چې په افغانستان کې به نږدې اته میلیونه ماشومان یا له هرو درېیو ماشومانو څخه یو یې په نوي زېږدیز کال کې د لوږې له ناورين سره مخ شي.

د دغې اعلامیې له مخې، دا زیاتېدونکي شرایط هغه خلک چې له مخکې له وچکالۍ، زلزلې او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، ګواښي.

په دغه اعلامیه کې په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې صندوق د مشر ارشد ملک په حواله راغلي، په ۲۰۲۴ کال کې به شاوخوا ۷،۸ میلیونه ماشومان کافي خواړه ونه لري او دا د افغانستان په ډېری سیمو کې له سړې هړا سره هممهاله ده چې ماشومانو ته خطرناک حالت رامنځته کوي. د تغذيې اړتیاوې باید پوره شي ځکه چې ناکافي بودجه هره ورځ د دوی ژوند له خطر سره مخ کوي."

همدارنګه د لوږې د څارنې د نړیوال سیستم په راپور کې چې په دې برخه کې خپور شوی، اټکل کېږي چې د ۲۰۲۴ کال تر مارچ مخکې به په افغانستان کې ۱۵،۸ میلیون وګړي چې نیمايي یې ماشومان دي، د خوراکي توکو له سخت نه خوندیتوب سره مخ شي.

راپور زیاتوي، د ژمي په جریان کې د کار فرصتونه کمېږي او د خوراکي او سون توکو بیې لوړېږي.

په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022
په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

په ورته وخت کې ځينې کورنۍ وايي چې د دوی ماشومان ډېر ځله د شپې په لوږه ویده کېږي.

د تخار ولايت اوسېدونکې شمس النسا چې له ١٥ کلونو د کم عمرو اوو ماشومانو مور ده، وايي چې د ژمي لپاره د سون توکي هم نه لري.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "ډېر وخت داسې راغلي چې مونږ دوه شپې، درې شپې تریخ چای څښلي او خپلو ماشومانو ته مو ویلي چې سبا سهار په چايو کې به تاسو ته خواړه درکړو. کله چې هغوی له جومات نه راځي او ګوري چې څه مې نه دې پاخه کړي، یو یې په ژړا شي، بل يې په قهر وي، ځينې يې غلي وي، ځينې يې جنجال کوي او په همدې توګه هغوی ته قناعت ورکوم."

دغه شان غلام علي چې په هرات ولایت کې د وروستيو زلزلو له امله زيانمن شوى او د اوو ماشومانو پلار دى، وايي چې د ژمي په سړه هوا کې له کافي خوړو پرته په خيمه کې ژوند کوي.

هغه وویل: "که چېرې څه خواړه لاس ته راشي خوري یې، کنه نو د ماشومانو په لاس کې وچه ډوډۍ ورکوو، هغه هم ډېره سړه او وچه، چای ورته ایشوم چې ډوډۍ په کې لمده کړي چې نرمه شي او ویې خوري، کار نه شته چې مونږ يې وکړو، همدلته بې کاره په خیمو کې ناست یوو."

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې په افغانستان کې ۱۲.۶ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري او په راتلونکي کال کې له دوی سره د مرستې لپاره ۱.۴ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د معلوماتو له مخې سږ کال تر ۲۹ میلیونه ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG