د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

سلیماني له څو ساعته ځنډ وروسته خاورو ته وسپارل شو


د سليماني د جنازې مراسم وروسته له هغې وځنډول شول چې د ګڼې ګوڼې له کبله په ټېل ماټېل کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د سليماني د جنازې مراسم وروسته له هغې وځنډول شول چې د ګڼې ګوڼې له کبله په ټېل ماټېل کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ايران د ځواکمن جنرال، قاسم سليماني مړى پرون ناوخته تر څو ساعته ځنډ وروسته خاورو ته وسپارل شو.

د ايران چارواکو د قدس ځواک د وژل شوي قوماندان قاسم سليماني د جنازې مراسم وروسته له هغې وځنډول چې د ګڼه ګوڼې له کبله په ټېل ماټېل کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د سليماني په پلارني ټاټوبي کرمان کې د دغه ټېل ماټېل د علت په اړه څه نه‌دي ويل شوي.

٦٢ کلن سليماني له ايرانه بهر د تهران د پټو او پوځي عملياتو په ترسره کولو کې مرسته کوله.

قاسم سلیماني
قاسم سلیماني

د جمعې په ورځ د عراق په پلازمېنه بغداد کې د هغه وژل کېدو د امريکا د متحده ايالاتو او ايران ترمنځ اړيکې لا کړکېچنې کړې.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي چې قاسم سليماني عراق ته په ډيپلوماتيک مأموريت تللى و.

خو په ځواب کې پرون په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو وويل: "ايا داسې سابقه شته چې وښيي دغه ښاغلى، مهربان او د ښه نظم خاوند ډيپلومات قاسم سليماني بغداد ته د سولې د کوم مأموريت پر مخ بیولو لپاره په سفر تللى و؟ دې خبرې نن سهار خبريالان وخندول، په زړه پورې ده، خو موږ پوهېږو دا خبره رښتيا نه‌ده، نه‌يوازې په سابقه پوهېږو، بلکې د امريکا د حملې پر مهال هم پوهېدو چې دا خبره سمه نه‌ده."

د قاسم سليماني تر وژل کېدو وروسته تهران او واشنګټن د يو بل په وړاندې د ځوابي اقدام خبردارى ورکړى دى.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف پرون سې شنبه په تهران کې له «CNN» ټلوېزيوني شبکې سره په مرکه کې بيا دغسې خبردارى ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جوا ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جوا ظریف

هغه وویل: "موږ به متناسب ځواب ووايو، نه غير متناسب، ځکه موږ قانون ته ژمن يو؛ موږ داسې خلک يو چې قانون ته غاړه ږدو، د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ غوندې ياغي نه‌يو."

بل‌خوا د ايران سپاه پاسداران انقلاب وتلي قوماندان حسين سلامي پرون خبردارى ورکړ چې ايران به د سليماني د وژنې له کبله هغه نامشخص ځايونه په اور وسوځوي چې امريکا يې ملاتړ کوي.

د جنوبي او مرکزي اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې الېس ولز پرون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې يوه کنفرانس ته وويل، قاسم سليماني په ګڼو وژنو کې لاس درلود.

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس ولز
د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس ولز

هغې زیاته کړه: "جنرال سليماني پر امريکايانو د بريدونو لپاره په فعالانه ډول پلانونه جوړول، جنرال سليماني او د هغه قدس ځواک د سلګونه امريکايي او ائتلافي پوځيانو د وژنې او زرګونه نورو د ټپي کولو مسؤل دي، خو يقيناً پر سليماني د دې حملې هدف د ايران د بريدونو د نورو پلانونو شنډول وو."

په امريکا کې ډیموکراتان چې د قاسم سليماني د وژنې لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر پرېکړه انتقاد کوي وايي، دا اقدام به امريکا له ايران سره يوې باالقوه ويجاړوونکې جګړې ته وهڅوي.

په همدې حال کې کاناډا او په اروپا کې د امريکا ځينو نورو متحدانو له عراق څخه په موقت ډول د خپلو سرتېرو ايستل پيل کړي دي.

ناټو هم ويلي چې په عراق کې یې خپل روزنيز مأموريت په موقت ډول ځنډولى دى.

XS
SM
MD
LG