د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د هرات زلزله ځپلي له مرستو نه رسیدو شکایت لري


د هرات یو شمېر زلزله ځپلي
د هرات یو شمېر زلزله ځپلي

په هرات ولایت کې له وروستیو زلزلو څخه یو شمېر زیانمن شوي کسان وايي، چې له څو ورځو راهیسې په دې ولایت کې زلزله نه ده شوې او یو شمېر یې خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

خو يو شمېر نور چې کورونه يې په بشپړه توګه ويجاړ شوي بيا وايي اوس هم له ډېرو ستونزو سره له کوره بهر شپې، ورځې تېروي.

یو له دوی څخه، سمیرا ازادي راډيو ته یې وویل چې کور یې په بشپړ ډول ویجاړ شوی او له ویرې د خپل کور په باغچه کې ژوند کوي.

هغه زیاتوي:

"کور مو په پوره ډول درز کړی او نشو کولای چې پکې ژوند وکړو، مونږ له کوره بهر په خپله باغچه کې ناست یو، خېمه هم نه لرو، خپل ځايونه سموو او ويده کیږو."

يو بل زلزله ځپلی، حاجي غفور چې بېرته خپل کور ته راستون شوی، وايي چې لا هم د راتلونکې زلزلې وېره لري.

حاجي غفور وایي:

" تقریبا ٢٣ ورځې، له کوره بهر په باغچه کې مو خیمه وهلې وه، هوا ډېره سړه وه، له موږ سره چا مرسته هم ونکړه، پنځه ورځې کیږي خپل کور ته راغلي یو، ډیر نارامه او اندېښمن یو."

د هرات زلزلو کلیوالو ښځو او ماشومانو ته تر نورو زیات تاوان اړولی
د هرات زلزلو کلیوالو ښځو او ماشومانو ته تر نورو زیات تاوان اړولی

د هرات ولايت دغه اوسېدونکي شکايت کوي، چې تر اوسه پورې د طالبانو د دولتي چارواکو په ګډون هېڅ مرجع له دوى سره مرسته نه ده کړې.

خو په هرات کې د طالبانو حکومت د والي ویاند نثار الیاس ازادي راډيو ته وویل چې دغه مرستې په منظم ډول د زلزله ځپلو کورنیو ته وېشل کېږي.

الیاس زیاتوي:

" له څو اونیو راهیسې، وضعیت تر کنترول لاندې دی . له هغو وطنوالو سره مو چې په مرکز او ولسواليو کې زیانمن شوي و مرسته شوې.د روغتیا او خوراکي توکو لومړنۍ مرستې هغوی ته رسیدلي دي."

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، چې په هرات ولایت کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د مرستې لپاره، د غوښتل شویو پیسو یوازې ۲۶ سلنه یې ترلاسه کړي دي.

اوچا په یوه راپور کې، چې د جمعې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یې د ۹۳ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

د اوچا په خبره، مرستندويه بنسټونه د هرات زلزله ځپلو ته خيمې، نغدې پيسې، خوراکي توکي، روغتيايي خدمات او نور اړين توکي برابروي.

د هرات یو شمېر اوسیدونکي د نورو زلزله له وېرې لا پر سړکونو ژوند کوي
د هرات یو شمېر اوسیدونکي د نورو زلزله له وېرې لا پر سړکونو ژوند کوي

اوچا مخکې په یوه راپور کې ویلي و، چې په هرات ولایت کې د تېرې میاشتې زلزلې له ۴۸ زره ډېر کورونه زیانمن کړي، چې له دې شمېر، ۱۰ زره کورونه په بشپړه توګه ړنګ شوي دي.

اوچا په دغو زلزلو کې، د مړو شمېر له ۱۵۰۰ ډېر او د ټپيانو له ٢ زرو اوښتی اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د هرات ولايت له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه، يو شمېر هېوادونو، نړيوالو سازمانونو، خيريه بنسټونو او د سوداګرو او هنرمندانو په ګډون، يو شمېر افغانانو د نغدو او غیر نغدي مرستو اعلان کړى دى.

خو د مرستو د وېش په اړه د اړوندو ادارو له ډاډ سره- سره، بیا هم دا نیوکې شته چې دغه مرستې په شفافه او منظمه توګه نه وېشل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG