د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

هرات کې د زلزلو ټکانونه او سړه هوا؛ له کورونو وتلي کسان د خېمو کمښت سره مخ دي


د هرات یو شمېر زلزله ځپلي چې له کورونو د باندې خېمو کې ژوند کوي
د هرات یو شمېر زلزله ځپلي چې له کورونو د باندې خېمو کې ژوند کوي

په داسې حال کې چې په هرات ولایت کې له لومړۍ مرګونې زلزلې څخه څه دپاسه درې اوونۍ تیرې شوې دي، خو یو شمېر زیانمن کسان لا هم د خېمو له کمښت سره مخ دي او د ژمي سړې شپې په سختۍ تېروي.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو، اف پي ) وايي، په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله زرګونه کسان اړ دي، چې له کورونو بهر یخې هوا ته ویده شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د یکشنبې په ورځ، پر خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، چې زيانمن شوي کسان د خپل ژوند د بیا رغونې لپاره د بیړنیو مرستو نه اخوا نور ډېر څه ته اړتیا لري.

ياد سازمان زیاته کړې، چې د ژمي رارسېدو ته يوه میاشت پاتې او زیانمن شوي کسان له یخنۍ څخه د ژغورلو لپاره مرستې ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د هرات د زلزلې یو شمېر قربانیان د ژوند کولو لپاره د خیمو له کمښت شکایت کوي.

یو له دوى رنګین نورزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، درې کورنۍ مجبوره دي چې په یوه خېمه کې ژوند وکړي، ځکه چې يوه -یوه خېمه نه شي پيدا کولى.

نورزی وایي:

"په همدې خیمه کې موږ درې کورنۍ ناست يوو، یوه خېمه لرو او په ټوله کې ۱۵ کسه يوو، د یوې وړې خېمې لاندې زموږ د کور سامان هم شته او موږ هم يو چې په سمه توګه دوه یا درې کسان نه شي ځایېدلای. موږ یو بل ته تکیه کوو او د شپې لخوا هوا ډېره سړه وي"

د هرات د زلزلې يو بل زيانمن بصير احمد وايي چې د خپلې کورنۍ له ٧ غړو سره په يوه وړه خېمه کې له ګڼو ستونزو سره ژوند کوي.

هغه زیاتوي:

" دا چې ژمی راغلى، په یوه خیمه کې له ماشومانو، سپین ږیرو او سپین سرو سره ګډ ژوند کول ډېر ګران کار دی، په خیمه کې ژوند کول واقعاً ګران کار دی، که د طالبانو حکومت وغواړي له خلکو سره يو څه مرسته او همکاري وکړي. نو باید ژر تر ژره کورونه ورته جوړ کړي موږ په دې خېمه کې ۷ کسه ژوند کوو."

زلزله ځپلي وایي چې ان څو کورنۍ له مجبورۍ په یوه خېمه کې ژوند تېروي
زلزله ځپلي وایي چې ان څو کورنۍ له مجبورۍ په یوه خېمه کې ژوند تېروي

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، چې ډېر ژر به په پاکستان او ازبکستان کې د دغې کمېشنرۍ له ګودامونو څخه د زلزله ځپلو لپاره زرګونه خېمې او ژمنۍ کمپلې هرات ته ولېږدوي.

د دوشنبې په ورځ، يادې کمېشنرۍ پر خپلې اېکس پاڼې د خپلو کارونو د ګړندي کولو په موخه د مالي مرستې غوښتنه هم کړې ده.

د هرات د زلزله ځپلو سره د طالبانو حکومت د مرستې کمیسیون په دې ولایت کې د خېمو نشتوالی تاییدوي او له سوداګرو یې غوښتي چې په دې ولایت کې د خرڅلاو لپاره خېمې برابرې کړي.

کمیسیون اوله خیریه بنسټونو هم غوښتي چې دغه ولایت سره د خېمو مرسته وکړي.

د ياد شوي کمیسیون ویاند احمدالله متقي د یکشنبې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته وویل:

"خېمې ډېرې اړینې دي. یوازېنی شی چې زلزله ځپلي ورته اړتیا لري خېمې دي، ځکه چې په هرات ښار کې د خېمو کمى دى، موږ له ټولو سوداګرو او خیریه موسسو څخه غوښتنه کوو چې هرات ښار ته خېمې ورسوي."

په تېرو درېیو اوونیو کې په هرات ښار کې درې زورورې زلزلې وشوې او وروسته یې ټکانونه هم درلودل.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د راپور له مخې، په دغو زلزلو کې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي، څه باندې دوه زره ټپیان شوي او تر ۱۵۰ زرو ډېر زیانمن شوي دي.

دغه شان څه د پاسه ٢١٥٠٠ کورونه چې زياتره يې د دغه ولايت په زنده جان او انجيل ولسواليو کې دي، په بشپړه توګه ويجاړ او يا هم ډېر زیانمن شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG