د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

د ماشوم نړیواله ورځ؛ ایمل: چې د آهنګر شاګردي ونه کړم، کور په څه شي وچلوم؟


تصویر له ارشیفه، څو بېوزله افغان ماشومان
تصویر له ارشیفه، څو بېوزله افغان ماشومان

د ماشوم نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې داسې وخت د ماشومانو د لاسنیوي او خوندیتوب په شعار لمانځل کېږي چې میلیونونه افغان ماشومان له لوږې او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

ورځ تر بلې د افغان ماشومانو ستونزې او له خطر سره د مخ ماشومانو شمېر زیاتیږي. تر ټولو وروستۍ مسله چې د افغان ماشومانو ترینګلی وضعیت لا پسې زیاتوي له پاکستانه د زرګونه افغان کډوالو ماشومانو راستنېدل دي چې په خپل اصلي وطن کې د خوړو لپاره څه نه لري او راتلونکی یې له خطر سره مخ بلل کېږي.

له پاکستانه یوې تازه راکډه شوې افغان مېرمنې خالدې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې ماشومان یې د خوراک لپاره هېڅ شی نه لري.

هغې ویلي:

"موږ هېڅ شی هم نه لرو چې ماشومانو ته یې ورکړو. پرون مو لږ سبزي ترلاسه کړه. همغه شته او لږ شین چای مې ماشوم ته ورکړ. شیدې نه شته. ټول کار په پیسو کېږي چې نه وي نو څه وکړو؟"

په هغو ماشومانو سربېره چې لا له پنځو کلونو لاندې دي لسګونه زره افغان ماشومان په ګڼو درنو کارونو بوخت دي څو د خپلو کورنیو لاسنیوی وکړي.

دوی د خښتو په بټيو، مستري خانو، په بازارونو کې د کراچۍ په چلولو او ګڼو نورو درنو کارونو بوخت دي.

له پاکستانه د یو شمېر تازه اېستل شویو کورنیو ماشومان
له پاکستانه د یو شمېر تازه اېستل شویو کورنیو ماشومان

د کندهار یوه کارګر ماشوم ایمل ازادي راډیو ته وویل چې آهنګري کوي او د شپې کور ته په ستنېدو یې غوږونه په درد وي.

ایمل زیاتوي:

"د دولت څخه دا غواړو چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي. موږ دا رقم دروند کار کوو. ټک ټک کوو ماښام مو په غوږو درد وي. بسته ورځ دا کار کوو. موږ ته د کار زمینه برابره کړئ چې دا دروند کار ونه کړو. زه چې کار ونه کړم کور په څه شي باندې وچلوم؟ "

د افغانستان په لویدیځ کې د اکتوبر میاشتې مرګونو زلزلو هم سلګونه ماشومان مړه او ټپیان کړل او له خپلو میندو سره په ګډه یې د دغو طبیعي پېښو ډېر تاوان وزغمه.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي چې لږ تر لږه ۹۶ زره ماشومان د افغانستان په لویدیځ په تېره بیا د هرات په زلزلو کې اغېزمن شوي چې ورسره د مرستو لپاره شلو میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

په لوږې، شدیدې ناروغۍ او طبیعي پېښو سربېره په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي. د ځینو راپورونو په اساس لږ تر لږه درې میلیونه افغان ماشومان له زده کړو محروم دي چې پکې لویه برخه نجونې دي.

په ټوله کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف ویلي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو څه باندې ۲۹ میلیونو افغانانو له ډلې نږدې ۱۶ میلیونه یې ماشومان دي.

له دې ډلې نږدې نهه لکه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ بلل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اړمنو ماشومانو ته د مرستې لپاره د ۲۰۲۳ کال په مخه د نږدې یو نیم میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه چې لا یې نږدې نیمايي برخه ترلاسه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG