د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

ځینې مشتریان: خصوصي بانکونه د افغانستان بانک وروستۍ پرېکړه نه عملي کوي


د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک له خوا له خصوصي بانکونو د پیسو په ایستلو د بندیزونو له کمېدو وروسته د دغو بانکونو یو شمېر مشتریان ادعا کوي چې په دې برخه کې د افغانستان بانک پرېکړې د خصوصي بانکونو له خوا نه عملي کېږي.

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک د پنجشنبې په ورځ په خپل ایکسپاڼه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې له دې وروسته د خصوصي بانکونو هغه مشتري چې شخصي یا انفرادي حسابونه لري کولای شي چې په اوونۍ کې زر ډالره یا د هغې معادل افغانۍ ترلاسه کړي.

دغه شان په میاشتني ډول ۳زره ډالر یا یې معادل افغانۍ له خپلو بانکي حسابونو ایستلی شي.

په خبرتیا کې راغلي چې دولتي او غیردولتي شرکتونه کولی شي د خپلو زېرمو څخه یواځې پنځه سلنه ډالر یا معادل یې په افغانیو تر لاسه کړي، خو چې په یوه میاشت کې له سل زرو ډالرو څخه زیات نه شي.

خو د خصوصي بانکونو یو شمېر مشتریان ادعا کوي چې د پیسو د ایستلو د محدودیت د کمېدلو پرېکړه د خصوصي بانکونو له خوا تر اوسه په بشپړه توګه عملي شوې نه ده.

د کابل یو اوسېدونکي شفیع په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "ویلي یې وو چې په اوونۍ کې ۶سوه او په میاشت کې ۲زره ډالر ورکوي، خو کله چې موږ ورتلو دا پرېکړه نه عملي کېده. اوس چې ویل کېږي بانکونه د اونۍ زر ډالر ورکوي خدای وکړي چې دا پرېکړه عملي شي، خو زه باور نه لرم چې بانکونه دې په اوونۍ کې زر ډالر ورکړي."

د هرات ولایت یو اوسېدونکی چې په یو خصوصي بانک کې بانکي اکونټ یا حساب لري او نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي، وايي چې د خصوصي بانکونو له لوري د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان بانک د پرېکړو د نه عملي کېدو په اړه یې یوځل دغه بانک ته شکایت هم کړی و، خو تر اوسه د خپلو ټولو پیسو په ترلاسه کولو نه دی توانېدلی.

هغه وویل: "شاوخوا ۱۶لکه افغانۍ او ۳۵زره ډالر و، په تېرو دوه کلونو کې په اوونیز ډول ماته پیسې راکول کېدې یا سل ډالر یا دوه سوه ډالر. بیا له دې وروسته پرېکړه وشوه چې په اوونۍ کې ۳۰۰ او بیا د ۵سوه ډالرو د ورکړې پرېکړه وشوه، خو عملي نه شوه. اوس مې هم له بانک سره تقریباً ۱۰ زره ډالر پاتې دي. "

په کابل کې د یوه خصوصي بانک مخته د مشتریانو انځور
په کابل کې د یوه خصوصي بانک مخته د مشتریانو انځور

له دې وړاندې هم د یو شمېر خصوصي بانکونو مشتریانو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې له خپلو حسابونو په هغه اندازه پیسې نه شي ایستلی چې افغانستان بانک یې یادوي.

په همدې حال کې یو شمېر افغانان وايي چې اوسمهال نه په بانکونو کې د ساتلو لپاره پیسې لري او نه هم په دې بانکونو باور لري.

د بامیانو ولایت یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډيو ته یې وویل: "پیسې نه شته چې پیسې وي نو یو څوک به یې بانک کې وساتي او له بانک یې وباسي. خو که پیسې مې هم درلودې په بانک کې مه نه ساتلې ځکه په بانکونو باور نه شته."

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل سره سم خصوصي بانکونه د خلکو د پیسو د ورکړې په برخه کې له ستونزو سره مخ شول.

په لومړیو اوونیو کې له خصوصي بانکونو د خپلو پیسو ایستل خورا سخت و او د ډېرو کمو پیسو د ترلاسه کولو په هدف به مشتریان د بانکونو د دروازو تر شا په ورځو ورځو انتظار کاوه.

خو د دوو کلونو په تېرېدو ظاهراً لا هم دا ستونزه په سم ډول نه ده حل شوې او د خصوصي بانکونو مشتریان لا هم له خپلو بانکې حسابونو د پیسو د ایستلو په برخه کې شکایت لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG