د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

یو شمېر افغانان: د بانکونو فعالیتونه عادي حالت ته نه دي راګرځېدلي


آرشیف - په کابل کې د يوه بانک مخته د ګډونوالو ليکې
آرشیف - په کابل کې د يوه بانک مخته د ګډونوالو ليکې

په داسې حال کې، چې د طالبانو د واکمنېدو ۹ میاشتې په پوره کېدو دي خو لا هم یو شمېر افغانان وايي، د بانکونو فعالیتونه عادي شوي نه دي.

د خصوصي بانکونو یو شمېر ګډونوال وايي، اوس هم د پيسو په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ دي.

له بلې خوا بیا د افغانستان سوداګرۍ او پانګونه خونې چارواکي وايي، چې د بانکونو فعالیت عادي شوی.

د کابل ښار اوسیدونکی عبیدالله عبیدي، چې په یو خصوصي بانک کې اکونټ لري وايي، سره له دې چې طالبانو د بانکي نظام د عادي کېدو ژمنې کړې وې، خو لاهم د بانکونو ګډونوال د پيسو په اخیستلو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي، خلک باید د پيسو اخیستلو لپاره په نیمه شپه وخت واخلي او کله چې د ورځې لخوا نوبت رسېږي له ۲۰۰ ډالرو او یا هم ۲۰ افغانیو زیاتې پيسې نه شي ترلاسه کولای.

هغه وویل: "اوسمهال د هغه بانکونو چې ډالرۍ اکونټ ولرې له ۲ سوو زیاتې نه درکوي، او له افغانۍ اکونټونو ۲۰ زره افغانۍ اخیستلی شې او هغه کسان چې ډالر ته اړتیا لري ټول هغوی ډالر هم نه شي اخیستلای."

د کابل ښار بل اوسېدونکي کاظم له ورته حالته سر ټکوي او وايي: "د اوس لپاره د ځینو بانکونو نماینده ګيانې فعاله شوې خو ستونزې په ټولیزه توګه نه دي حل شوې، کله چې بانکونو ته ځو باید په نوبت کې ودرېږو."

د پنجشېر اوسېدونکې مريم وویل: " زموږ خلک په اسانۍ سره بانک ته نه شي ننوتلای، په دننه بانک کې محدویتونه زیات دي، په بانک کې بیروبار زیات دی، خلک درې څلور ورځې وړاندې خپل کارتونه په نوبت کې کېږدي او باید انتظار وباسي."

د دوي په وینا، د پيسو بريښنايي ماشینونه (اې ټي ام ) هم سم فعالیت نه کوي او د کابل ښار په ځینو ځایونو کې فعاله دي.

د طالبانو د مرکزي بانک د وروستۍ پرېکړې په اساس هر هغه ګډونوال چې په بانک کې اکونټ ولري کولای شي ۴۰۰ ډالره او یا هم ۳۰ زره افغانۍ له خپل حسابه واخلي.

له بلې خوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، چې د بانکونو په برخ کې د ډیریو سوداګرو ستونزې حل شوي دي.

د دې خونې مشر توکل احمدیار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، سوداګر اوسمهال پرته له کومې ستونزې کولای شي خپلې پېسې له افغانستانه بهر ته ولېږي.

هغه وویل: "د امریکا د خزانې وزارت چې د افغانستان پيسې ازادې کړې، یعنې سوداګر ازاد پرېښودل چې د پېسو لېږد رالېږد وکړي دغې چارې په بانکونو د افغان سوداګرو ستونزې راکمې کړې او بهرني شرکتونه کولای شي چې په ازاد ډول موږ ته مواد راولېږي."

خو ښاغلي احمدیار وايي، دا چې په افغانستان محدویتونه وضع شوي دغې چارې زموږ د پيسو د لېږد رالېږد چاره سخته کړې ده.

په ورته وخت کې بیا د طالبانو مرکزي بانک وايي، له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شوي په بانکي نظام کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د دې بانک ویاند صابر مومند: "هغه طرحې چې د افغانستان بانک په پام کې درلودې تر ډېره یې عملي کړي دي او نور هم د عملي کېدو په حال کې دي، موږ په دې تېرو اتو میاشتو کې د بانکونو په برخه کې زیات پرمختګونه کړي."

د جمهوریت په ړنګېدو سره په ډېرو برخو کې ستونزې پیدا شوې چې یو هغه یې بانکونه و.

په داسې حال کې چې د طالبانو د واکمنېدو سره د بانکونو فعالیت په لومړیو کې پیل شو خو د تېر ۹ میاشتو په تېرېدو سره لا هم دغه برخه عادي شوې نه ده.

XS
SM
MD
LG