د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

ځينې مشتريان: خصوصي بانکونه د افغانستان بانک نوې پرېکړه نه عملي کوي


د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان بانک
د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان بانک

د خصوصي بانکونو پر خدماتو د خلکو نيوکې.

د هرات يو اوسېدونکی چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم راپور کې ياد شي وايي:"موږ هم دا خبر واورېد چې له دې وروسته بانکونه ۵۰ زره افغانۍ ورکوي، خو دوی اوس هم ۳۰ زره ورکوي."

د هرات دا اوسېدونکی وايي، په عزیزي بانک کې حساب لري خو په وینا یې اوس هم له خپل حساب څخه د پیسو اخیستلو پر مهال له ستونزو سره مخ دی.

"څه وخت کېږي چې د اوونۍ ۳۰ زره افغانۍ ورکوي

نوموړی وايي: "څه وخت کېږي چې د اوونۍ ۳۰ زره افغانۍ ورکوي، موږ چې د برق بيل درلود، ورغلو چې دا بيل واخلئ او پیسې زموږ له حساب څخه وګرځوئ، ویل یې نه‌کېږي، تاسې اوونۍ په اوونۍ راشئ. اضافه پیسې نه‌شو درکولای، دا اوس هم د اوونۍ ۳۰ زره افغانۍ ورکوي او ډالر هم درته افغانۍ کوي. په هره بیه یې چې زړه وغواړي، په هماغه بیه ډالر دوی افغانۍ کوي."

و مو غوښتل په دې اړه د عزیزي بانک د یوه مسول نظر هم ولرو، خو بریالي نه‌شو.

خلک د پيسو ايستلو په خاطر بانک ته په کتار کې ولاړ دي، انځور - ارشيف
خلک د پيسو ايستلو په خاطر بانک ته په کتار کې ولاړ دي، انځور - ارشيف

د کابل اوسېدونکې زینب وايي، له بانکونو څخه د پیسو اخیستلو پر مهال د شته ستونزو له امله اوس خپل بانکي حساب ته پیسې نه ډېروي.

"کله چې عاجل پیسو ته اړتیا ولرو او له ستونزو سره مخ شو

نوموړې وايي: "کله چې عاجل پیسو ته اړتیا ولرو او له ستونزو سره مخ شو، تر هغو چې خپلې پیسې را اخلو، له ډېر جنجال سره مخ کېږو، بانکونه هم زموږ پیسې پوره نه راکوي. مجبور یو چې هر ځل لږ اندازه پیسې واخلو او د نورو لپاره بیا ورشو. په همدې خاطر اوس په بانکونو کې خپلې پیسې نه ږدو."

دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان بانک د وري یا حمل میاشتې په ۱۵مه نېټه اعلان وکړ چې د خصوصي بانکونو مشتریان له دې وروسته کولای شي په اوونۍ کې ۵۰ زره افغانۍ یا ۶۰۰ ډالر له خپلو بانکي حسابونو واخلي.

د بانکونو د مشتریانو د انتقادونو په اړه مو د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک له ویاند حسیب الله نوري څخه هم وپوښتل خو نوموړي د راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته له دې امله چې بانکونه بې پیسو نه‌شي، له بانکي حسابونو څخه د پیسو په ایستلو محدوديتونه ولګول خو د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان بانک بیا په وروستۍ اعلامیه کې د دې محدوديتونو د کمېدو خبر ورکړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG