د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د ښځينه ډاکټرانو کمښت؛ نازبي بي: نارینه مو وایي که مرئ هم، ولادت کور کې وکړئ، نارینه ډاکټر ته مه ځئ


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

ناز بي بي چې د ارزګان ولايت د چارچينو ولسوالۍ اوسېدونکې ده وايي، په سيمه کې يې ښځينه ډاکټرانې نشته چې له امله ډېری ښځې د روغتيايي مرکز پر ځای په کورونو کې زېږون کوي.

نوموړې ازادي راډيو ته د ټليفون پر کرښه وويل:

" موږ ښځې خو ښځو ډاکټرانو ته اړتيا لرو، زموږ نارينه موږ نه پرېږدي چې نارينه ډاکټرانو ته ولاړې شو، ځينې نارينه د دې لپاره چې ښځينه ډاکټرانې نشته ښځو ته وايي که مړې کېږئ هم، ولادت کور کې وکړئ."

د کندهار د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکی شيرعلی وايي، په سيمه کې يې ښځينه ډاکټرانې نه‌شته او په بېړني وخت کې دوی تر مرکزي سيمو خپل ښځينه ناروغانې نه‌شي لېږدولی.

شېرعلي زیاتوي:

" زموږ په سيمه کې قابله څه چې ښځينه واکسيناتوره هم نشته. د طالبانو له حکومت غواړو چې په دې برخه کې موږ ته پاملرنه وکړي."

يو شمېر ښځينه ډاکټرانې هم دا ستونزه مني او وايي، ډېرو سيمو کې چې ښځينه ډاکټرانې نشته، ښځې نارينه وو ډاکټرانو ته د هغو ناروغيو د معاينې لپاره مراجعه کوي چې بايد د ښځينه ډاکټرانو له لوري معاينه شي.

د افغانستان له ښارونو پرته په ډېرو سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت او نه موجودیت له جدي ستونزو څخه ده
د افغانستان له ښارونو پرته په ډېرو سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت او نه موجودیت له جدي ستونزو څخه ده

له دې ډلې ډاکټره نوريه چې نه‌غواړي د کارځای نوم يې راپور کې ياد شي ازادي راډيو ته وويل، په راتلونکي کې به د ښځينه ډاکټرانو کمښت په يو بحران بدل شي.

هغه زیاتوي:

" د افغانستان په دولتي روغتونونو کې د ښځينه ډاکټرانو کمښت په لوړه کچه ليدل کېږي، همدا اوس د مرکز کابل په ډېرو روغتونو کې د ښځينه ډاکټرانو کمښت دی. په ځانګړي ډول شخصي روغتونونو کې تر ډېره قابلې د ډاکټرانو پر ځای کار کوي، دا د دې لامل کېږي چې ناروغانو او په ځانګړي ډول د مور او ماشوم مړينه ډېره کړي."

دا چې د ښځينه ډاکټرانو د کمښت ستونزه به کله هواره شي او د طالبانو حکومت ورته څه پلان لري، په‌دې اړه مو د طالبانو د حکومت د عامې روغتيا وزارت د وياند ډاکټر شرافت زمان نظر وپوښت، خو د دې راپور تر خپرېدو يې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د تېرې جمعې په ورځ ارزګان ولایت ته د يو سفر پر مهال رسنيو سره خبرو کې ويلي، دوی د ښځينه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي او په‌دې برخه کې پر حل‌لارو کار کوي.

نوموړی داسې مهال د ښځينه ډاکټرانو د کمښت ستونزه يادوي چې د تېر ۲۰۲۲ کال د دسمبر مياشت راهيسې د طالبانو حکومت د ښځينه محصلانو په مخ د طبي پوهنتونو په ګډون ټول پوهنتونونه وتړل.

طالبانو له بیا واکمنیدو سره له شپږم ټولګي څخه پورته د افغان نجونو ښوونځي تړلي
طالبانو له بیا واکمنیدو سره له شپږم ټولګي څخه پورته د افغان نجونو ښوونځي تړلي

د کابل د طبي پوهنتون د څلورم کاله محصله سپوږمۍ غرنۍ وايي، که د طالبانو حکومت نجونو ته د زده‌کړو اجازه ور نه‌کړي، نو په ټولنه کې به د ښځينه ډاکټرانو کمی ډېر شي چې ورسره به د ښځو روغتيايي ستونزې هم ډېرې شي.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل:

" که چېرې د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې بنديزونه دوام وکړي، نو ليرې نه‌ده چې نږدې راتلونکو کلونو کې به د ښځينه ډاکټرانو شتون په نشت حساب وي، له تېر يو کال راهيسې د نجونو څخه د تخصص او طبي شورا ازموېنه هم نه‌ده اخيستل شوې چې له امله به يې هېواد د ښځينه ډاکټرانو له کمښت او جدي بحران سره مخ شي."

اسما بيا هغه زده‌کوونکې ده چې د ستوماتولوژۍ برخه کې يې طبي زده‌کړې کړي، خو وايي د تخصص ازموينه کې د نجونو محصلانو پر ګډون د بنديز له امله نه‌شي کولی خپل اسناد ترلاسه کړي او د ښځينه ډاکټرې په توګه کار وکړي.

هغه زیاتوي:

" زه چې هر ځای د دندې په خاطر سي وي يوسم، لومړۍ پوښتنه زما څخه دا کوي چې ايا تاسو د طبي شورا ازموېنه ورکړې؟ دا چې موږ طبي شورا ازموېنه کې ګډون نه‌شو کولی نو خپل اسناد هم نه‌شو ترلاسه کولی."

افغانستان کې د ښځينه ډاکټرانو د کمښت ستونزه داسې مهال راپورته کېږي چې د طالبانو له بياځلي واکمنېدو راهيسې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع کړي او د تېر کال د دسمبر مياشتې راهيسې يې د پوهنتونونو دروازې هم د دوی په مخه تړلي دي.

له دې سره - سره ځينې لوړپوړو طالب مشرانو چې له ډلې د دوی د حکومت د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شيرمحمد عباس ستانکزي بېلابېلو غونډو کې د نجونو د زده‌کړو په اړه څرګندونې کړي او زده‌کړې يې د هلکانو او نجونو دواړو حق بللی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG