د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

اندونیزیا او الازهر د افغان نجونو پر لوړو زده کړو بندیز خواشيني وښوده


د کابل پوهنتون مې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه چې طالبانو تېره پنجشنبه پوهنځیو ته له ورتګ منع کړې.
د کابل پوهنتون مې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه چې طالبانو تېره پنجشنبه پوهنځیو ته له ورتګ منع کړې.

د اسلامي همکاریو له سازمان او یوشمېر اسلامي هېوادونو وروسته اندونیزیا د طالبانو پر هغې پرېکړې خواشیني ښودلې چې د نجونو پوهنتونونه یې بند کړل.

د اندونیزیايي رسنیو د راپورونو له مخې د نړۍ د ترټولو زیاتو مسلمانانو لرونکي هېواد په افغانستان کې د نجونو د پوهنتونونو پر بندېدو خپګان څرګند کړی او پر افغانستان له واکمنو طالبانو یې غوښتي چې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي.

جاکارتا پوست ورځپاڼې او نورو رسنیو پرون راپور ورکړ چې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت پر خپل رسمي ټویټر په یوه بیان کې ویلي دي چې په دې اړه د طالبانو د پرېکړې له کبله ژوره اندېښنه لري.

د طالبانو هغه مکتوب چې ښځینه محصلانې یې تر بله امر له لوړو زده کړو منع کړې.
د طالبانو هغه مکتوب چې ښځینه محصلانې یې تر بله امر له لوړو زده کړو منع کړې.

بیان زیاتوي چې تعلیم د ټولو نارینه وو او ښځو بنیادي حق دی.

د اندونیزیا د بهرنیوچارو وزارت په دې بیان کې له طالبانو غوښتي دي چې ښځو ته بې له ځنډه د تعلیم اجازه ورکړي.

په بیان کې همداراز یادونه شوې چې اندونیزیا په کلکه باور لري چې د یوه هوسا، سوله ایز او باثباته افغانستان د راتلونکې لپاره د ژوند په ټولو چارو کې د ښځو ګډون خورا مهم دی.

اندونیزیا د اسلامي نړۍ یوازینی هېواد نه دی چې طالبان د نجونو پر پوهنتونونو د بندیز پای ته رسولو ته رابولي، بلکې له دې مخکې د سعودي عربستان، قطر، ترکیې، متحده عربي اماراتو او حتی پاکستان په څېر نورو اسلامي هېوادونو هم د طالبانو پردې پرېکړه خواشیني څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي دي چې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي.

په عین حال کې د اسلامي نړۍ د معتبره علمي مرجع- د قاهرې د الازهر پوهنتون مشر د طالبانو پر دې پرېکړه خواشیني ښودلې.

په هغه بیان کې چې پرون د دې پوهنتون پر ټویټر په پښتو او انګلیسي ژبو خپور شو، د الازهر شېخ ډاکټر احمد الطیب ویلي دي چې دا پرېکړه له اسلامي شریعت سره په ټکر کې ده او د شریعت له هغې غوښتنې سره هم په ټکر کې ده چې له سړیو او ښځو څخه یې له زانګو نیولې تر قبره پورې د علم د حاصلولو غوښتنه کړې.

همداراز د اسلامي همکاریو سازمان پر دې پرېکړې ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

د دې سازمان مشر حسن ابراهیم طه د چارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وويل چې د طالبانو دا اقدام د اسلامي همکارۍ سازمان ته ډېر مایوسونکی خبر دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم چې دا پرېکړه یې د سه شنبې په ورځ اعلان کړه، مخکې ویلي دي چې عصري زده کړې لوېدیځوالو پر افغانانو تحمیل کړي خو د طالبانو رسمي ویندویانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم
د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم

په همدې حال کې ویل کېږي چې د دې پرېکړې پرسر د طالبانو په لیکو کې یو لړ مخالفتونه رابرسېره شوي دي.

طلوع نیوز شبکې پرون د کورنیو چارو په وزارت کې د یوې سرچینې له قوله خبر ورکړ چې د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو او دفاع سرپرست وزیرانو سراج الدین حقاني او ملامحمدیعقوب مجاهد پرون د نجونو پر پوهنتونونو د بندیز په اړه خبرې کړي.

سراج الدین حقاني
سراج الدین حقاني

د سرچینې په وینا په پام کې ده چې دوی دواړه له یوشمېر نورو دیني عالمانو سره یوځای د مسئلې د حل لپاره کندهار ته ولاړ شي او د طالبانو له لوی مشر ملاهیبت الله اخندزاده سره خبرې وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG