د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

خلک: د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې ښځينه ډاکټرانې نه‌شته


افغانستان کې يو روغتون، ارشيف
افغانستان کې يو روغتون، ارشيف

د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکو له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، په یادې ولسوالۍ کې د مسلکي ښځینه ډاکټرانو نشتوالی د سیمې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د دشت ارچي ولسوالۍ د باجوړیو د سیمې یو اوسېدونکی محمد سالم وايي، د دې ولسوالۍ په روغتیايي مرکزونو کې پر درملو او روغتیايي امکاناتو سربېره د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی هغه ننګونې دي، چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړی وايي: "موږ دلته نسايي ولادي ناروغانو او د جراحي په برخو کې مشکلات لرو چې زموږ په کلینیک کې د جراحي څانګه نه‌شته ده. په کلینیکونو کې درمل او متخصص ډاکټران نه‌شته دي. حتا زموږ ولادي او نسایي ناروغان چې لږ مشکل هم ولري دلته یې درملنه نه‌کېږي، موږ ته وايي چې تاسې ولایت ته ولاړ شئ. په ټوله کې د روغتیا په برخه کې زښته زیاتې ستونزې لرو."

"موږ دلته نسايي ولادي ناروغانو او د جراحي په برخو کې مشکلات لرو

دیادې ولسوالۍ د ارباب شریف د کلي یو اوسېدونکی محمد حسن هم له ورته ستونزې شکایت کوي.

نوموړی وايي: "دلته په کلينیکونو کې دومره امکانات نه‌شته چې حد اقل زموږ د مېرمنو د ولادي نسايي ستونزه حل شي او یا واړه عملیاتونه دلته ترسره شي، داسې اسانتیاوې په دې کلینیک کې نه‌شته دی. د ولسوالۍ مرکزي کلینیک ۲۰ بستریز دی چې ښه امکانات نه‌لري او د دې ولسوالۍ خلکو ته بسنه نه‌کوي. حد اقل زموږ د ولسوالۍ کلینیک باید ۵۰ بسترو ته ارتقاء وکړي."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

دوی د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د يادې ولسوالۍ د مرکزي روغتون کچه له ۲۰ بسترو څخه ۵۰ بسترو لوړه کړي، چې د خلکو روغتیايي ستونزې په خپلې ولسوالۍ کې هوارې شي.

"روغتیا په برخه کې موږ ډېرې ستونزې لرو

د دې ولسوالۍ یو اوسېدونکي نظیف الله ازادي راډیو ته وویل: "زموږ زیات شمېر خلک له ولسوالۍ څخه په لیرې سیمو کې پراته دي، چې هلته خلک روغتیايي خدمتونو ته لاس‌رسی نه‌لري. ځینې وخت داسې پېښې هم رامنځته شوي چې د هغوی ناروغ د ولسوالۍ کلینیک ته د راوړلو پر وخت د لارې په اوږدو کې په حق رسېدلی وي. موږ غواړو چې زموږ دغه ۲۰ بستریز کلینیک ۵۰ بستریز شي، ترڅو د خلکو روغتیایي ستونزې هم‌دلته حل شي."

د دشت ارچي ولسوالۍ د داویانو د کلي یو اوسېدونکی غلام سخي هم ورته خبره کوي.

دی وايي: "روغتیا په برخه کې موږ ډېرې ستونزې لرو، یوازې د ولسوالۍ کلینیک فعال دی، چې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، خو ډېر امکانات نه‌لري. په کلیو او بانډو کې هم کلینیک شته دی، خو د خلکو روغتیايي ستونزې نه‌شي هوارولی."

ارشيف
ارشيف

هڅه مو وکړه چې، په دې اړه د کندز د عامې روغتیا د ریاست د چارواکو نظر هم راواخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدو.

د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي په داسې حال کې په روغتیایي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي، چې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو سره دغې ډلې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي.

د طالبانو دغه پرېکړه پر کور دننه او په نړیواله کچه له سختو انتقادونو سره مخ شوې ده.

د دشت ارچي ولسوالۍ د ۷۰ کیلومتره واټن په درلودو سره د کندز ښار شمال لور ته موقعیت لري او په تېرو شل کلونو کې د سختو جګړو او نا امنیو شاهد وه، چې له امله یې په یادې ولسوالۍ کې د پراختیا او بیارغونې په برخو کې د پام وړ کارونه نه‌دي ترسره شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG