د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

نی: افغانستان کې خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۰۸ ًپېښې ثبت شوي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو د محدودیتونو د لګولو د اندېښنو په دوام، د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) سږ کال په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۰۸ پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی.

د دې ادارې مشر ظریف کریمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له‌دې سره سږ کال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوې دي.

کریمي زیاتوي:

"که څه هم ۲۰۲۳ کال لا پای ته نه‌دی رسېدلی، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۸ پېښې ثبت شوي، چې دا د تېر کال په پرتله د تاوتریخوالي کموالی ښيي، خو د خبریالانو کمیت او فعالیت ته په کتو سره د تاوتریخوالي کچه ژوره وه او ډېری پېښې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی د چارواکو او امنیتي ځواکونو له‌خوا شوی دی."

هغه وايي، ډېرى دغه پېښې چې د خبريالانو د سپکاوي، ګواښونو او وهلو ټکولو دي د طالبانو د حکومت د امنيتي ځواکونو د مسوولينو له‌خوا ترسره شوي دي.

ښاغلی کریمي وايي، په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو نسبي موجودیت د راتلونکي لپاره د هیلو زمینه برابروي، خو ټینګار کوي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي په افغانستان کې به د رسنیو فعالیت له سقوط سره مخ شي.

نی: ډېر تاوتریخوالی د طالبانو ځواکونو کړی، خبریالان یې وهلي ټکولي او سپک کړي
نی: ډېر تاوتریخوالی د طالبانو ځواکونو کړی، خبریالان یې وهلي ټکولي او سپک کړي

په همدې حال کې په افغانستان کې یو شمېر خبریالان وايي چې، دوی په ژورنالیستیکي فعالیتونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دوی له ډلې عبدالرقیب ساحل ازادي راډیو ته وویل:

"جدي ستونزه دا ده چې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي کچه صفر ته راټیټه شوې او دویم دا چې په هغو مسايلو کې چې موږ غواړو ګډون وکړو، مسؤلين په هغو مسايلو کې چې غواړي خبريالان پرې پوه شي او خبرونه پرې جوړ کړي، پر هغو مسايلو مسؤلين ډېر تمرکز نه‌کوي او حاشيې (څنډې) ته ځي، فکر کووم پر رسنيو هم فشارونه موجود دي، ځکه رسنيزې ادارې هڅه کوي داسې څه پوښښ نه‌کړي چې، دوی له خطر سره مخ شي."

يوه بله خبرياله مروه وايي، چې د طالبانو د حکومت له‌خوا د لګول شويو بنديزونو له امله يې خپله دنده له لاسه ورکړې او اوس بې‌کاره ده.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

"اوس هم، کله چې ښځينه خبريالانې د معلوماتو راټولولو لپاره له رسنیو بهر ځي، مسؤلین دوی ته سم معلومات نه ورکوي او یا هم له لفظي او فزیکي تاوتریخوالي سره مخ کېږي."

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې د بیان ازادي له بد وضعیت سره مخ شوې ده
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې د بیان ازادي له بد وضعیت سره مخ شوې ده

هڅه مو وکړه چې د يادو ادعاو او اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو د څارنې د رئيس عبدالواحد ریان نظر هم واخلو، خو هغه له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

له بلې خوا د افغانستان د خبریالانو مرکز د سې‌شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د خبریالانو او رسنیو له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۷۵ پېښې ثبت کړي چې ۳۳ یې نیول او ۴۲ يې د ګواښونو دي.

د دغه مرکز په راپور کې دا هم ویل شوي، چې په دې موده کې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي په برخه کې د سختو بندیزونو له امله د ازادو او څېړنیزو راپورونو او یا هم د رسنيو د ننګوونکو خپرونو د چمتو کولو او خپرولو امکانات له‌منځه تللي دي.
د «نی» بنسټ د مالوماتو پر اساس، د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پنځوس سلنه رسنۍ غیر فعالې شوې او نږدې اویا سلنه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي، بې‌کاره شوي او یو شمېر مسلکي کادرونو هم افغانستان پرېښی او نورو هېوادونو ته تللي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG