د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

په تبعید کې د افغان خبریالانو فدراسیون: د پاکستان صدراعظم نه مو د افغان خبریالانو د نه ویستو غوښتنه کړې


تصویر له ارشیفه، د یوې افغاني رسنۍ خبرخونه
تصویر له ارشیفه، د یوې افغاني رسنۍ خبرخونه

په تبعید کې د افغان خبریالانو د فدراسیون مشر محمد شاهرخ طاهر وايي، دې فدراسیون په یوه لیک کې د پاکستان له سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ څخه غوښتي چې افغان خبریالان دې له دې هېواد څخه نه باسي.

ښاغلي طاهري زیاتوي، دغه لیک د دوشنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم دفتر او د پاکستان د موقت حکومت د اطلاعاتو وزیر ته استول شوی چې څو نورې غوښتنې هم په کې مطرح شوي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"موږ د پاکستان له صدراعظم څخه غوښتي، هغه خبریالان چې ویزې نه لري، دوی ته دې ویزې ورکړل شي او هغه خبریالان چې ویزې یې نه دي تمدید شوي، د هغوی ویزې دې تمدید شي. ځینې هغه خبریالان چې اروپايي او نورو لوېدیځو هېوادونو ته د پناغوښتنې قضیې لري، باید د سفر زمینه ورته برابره او اجازه ورکړل شي چې له پاکستان څخه ووځي."

د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ په وروستیو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د سختو فشارونو اعلان کړی
د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ په وروستیو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د سختو فشارونو اعلان کړی

په دغه لیک کې د پاکستان له موقت حکومت څخه غوښتل شوي چې پاکستاني پولیس دې له افغانانو سره تاوتریخوالی بس کړي او انساني چلند دې ورسره وکړي.

په تبعید کې د افغان خبریالانو فدراسیون په خپل لیک کې خبرداری ورکړی، چې که دغه خبریالان افغانستان ته ستانه شي، دوی او کورنۍ به یې له جدي ګواښونو سره مخ شي.

د پاکستان موقت حکومت د افغانانو په ګډون ټولو ناقانونه کډوالو ته امر کړی چې د اکتوبر میاشتې تر پایه له دې هېواده ووځي، که نه نو له جبري اخراج سره به مخ شي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې مېشت ځینې افغان خبریالان هم وايي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په پاکستان کې افغان خبریال احمد شاه مروت ازادي راډیو ته وویل:

"ټول خبریالان چې په پاکستان کې دي، په یوه نامعلوم حالت کې دي او نه پوهیږي چې کومې خوا ته لاړ شي او څه وکړي. زه هیله لرم هغه بنسټونه چې له خبریالانو سره مرسته او ملاتړ یې کوي، دې مسلې ته پام وکړي."

یوه بل پاکستان مېشتي افغان خبریال بخت محمد ریحان وویل:

"د خبريالانو لپاره ستونزې ډېرې دي، ځکه ډېر یې له افغانستان څخه وتلي دي، ځېنې یې اروپا ته تللي او ځينې يې لا هم د پاکستان په اسلام اباد، کراچۍ او کويټه کې پراته دي چې ګواښونه هم ورته شته. ښه ده چې فدراسيون يو څه وکړي، خبریالانو ته باید ستونزې پیدا نه شي، ځکه افغانستان ته نه شي تللای او که هلته لاړ شي، له ګواښونو سره مخ کېږي."

دوه افغان خبریالان، چې د طالبانو د بیا واکمنۍ په لومړیو ورځو کې تاوتریخوالی ورسره شوی و
دوه افغان خبریالان، چې د طالبانو د بیا واکمنۍ په لومړیو ورځو کې تاوتریخوالی ورسره شوی و

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو زیات شمېر افغان خبريالان هغه څه چې دوی یې امنیتي ګواښونه بولي، له امله یې پاکستان ته لاړل چې له هغه هېواد څخه نورو هېوادونو ته د پنا اخیستلو په خاطر لاړ شي.

تر دې وړاندې هم په پاکستان کې مېشتو افغان خبریالانو شکایتونه کړي وو چې د خبریالانو د ملاتړو او نورو بنسټونو څخه یې هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.

سره له دې چې د طالبانو حکومت د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د خبريالانو او رسنيو لپاره د مناسب کاري چاپيريال د رامنځته کولو ژمنه کړې وه، خو د طالبانو حکومت په ځانګړې توګه د استخباراتو د ادارې له لوري یې د خبريالانو د نيولو او ځورولو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

له دې ډلې مرتضی بهبودي او ځینې نور خبریالان لا هم د طالبانو په زندان کې دي او د دې ترڅنګ د طالبانو له لوري په خبریالانو او رسنیو ډېر محدودېتونه لګول شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG