د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

هېواد ته د ستنیدونکو افغانو نجونو اندېښنه؛ « کار او زده کړې نشته، راتلونکی تیاره دی »


یوه افغانه زده کوونکې نجلۍ
یوه افغانه زده کوونکې نجلۍ

له ېاکستانه د احتمالي وتلو په صورت کې د یو شمېر افغان ښځو او نجونو اندېښڼې چې دغه هېواد ته د زده کړو لپاره تللي.

وروسته له هغې چې د پاکستان حکومت د نومبر د میاشتې له پیله په دغه هېواد کې د بې اسناده افغان کډوالو نیول او اېستل پیل کړل، اوس یو شمېر کورنۍ او نجونې چې د زده‌کړو لپاره دغه هېواد ته تللي وايي، افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې به د دوی تعلیمي راتلونکې له خطر سره مخامخ شي.

کميلا چې په سوېلي ښار کوټه کې اوسيږي له ازادي راډیو سره يې په خبرو کې وويل، که طالبانو نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي وای، نو د دې په ټکو د پاکستان د موقت حکومت د «ظلم او پلمو» شاهدان به نه وای.

هغې وویل:

"د دې کډوالو يا افغانانو په اړه چې کوم ظلم روان دی پاکستان کې، کومه بهانه يې ورته جوړه کړې ده، په دې زه د افغانستان حکومت ته وايم چې تاسو ولې افغانانو باندې ننګ نه‌شئ کولی، که نور نه‌شئ کولی په خپل هېواد کې خو ورته اسناد برابر کړئ، ښوونځي مو ور تړلي دي، هغوی دا بهانه کوي دلته موږ د زده‌کړو لپاره راغلي يو، تر شپږم ټولګي مو ښوونځي ويلي دي، لږ رحم پرې وکړئ، د دې مسوول تاسو ياست."

کميلا د پاکستان له حکومت څخه هم غواړي چې د افغان کډوالو ځورونه پای ته ورسوي.

معصومه احمدي، چې د پاکستان په لاهور پوهنتون کې د بایو ټیکنالوژۍ د څلورم کال محصله ده، ازادي راډيو ته يې وویل، افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپلو زده‌کړو او کار د دوام هیله نه‌لري.

له پاکستانه یو شمېر اېستل شوي افغانان
له پاکستانه یو شمېر اېستل شوي افغانان

هغه زیاتوي:

"که زه بېرته افغانستان ته لاړه شم، ایا زه کولی شم چې زده‌کړې وکړم یا کار وکړم؟ دا زما لپاره يو ډول ناهيلې کوونکې ده. زه به د فشار او ډار په سترګه ورته وګورم. زه ویره لرم چې زه به د نورو نجونو په څېر یم چې په افغانستان کې پاتې شوي او له زده‌کړې څخه بې‌برخې شوي دي. زه د هغو نجونو په څېر یم چې په افغانستان کې دي، زه په خپل ځان کې ورته فشار، اندېښنه او نا امیدي وینم."

مينه اسلمي چې د يوولسم ټولګي زده‌کوونکې وه او د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته ښوونځي ته له تګ منع شوې وه، وايي چې اوس په اسلام‌اباد کې اوسېږي.

هغې هم د خپلې اندېښنې په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"زه له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډواله شوم، له تېر يو کال راهيسې دلته زده‌کړې کوم. په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بنديز دی. موږ یوازې کولی شو په کور کې کېنو. زموږ اندېښنه دا ده چې افغانستان ته لاړ شو، موږ هیڅ نه‌شو کولی. هیڅ کورس یا ښوونځی نه‌شته، نه بهر ته د وتلو اجازه شته، موږ په هیڅ ډول د ازادۍ احساس نه کوو."

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي وو چې له پاکستانه د شاوخوا ۸۵۰ زره افغان کډالو مېرمنو او نجونو اېستل او افغانستان ته د هغوی د راستنېدو په اړه چې دوی د کار او زده‌کړو، تفريحي پارکونو ته د تللو، روغتيايي خدمتونو او مرستو ته د لاس‌رسي حق نه‌لري، لوی ظلم دی.

دغو افغان نجونو د زده کړو لپاره هېواد پرېښی و، خو اوس له پاکستانه بیرته اېستل کیږي
دغو افغان نجونو د زده کړو لپاره هېواد پرېښی و، خو اوس له پاکستانه بیرته اېستل کیږي

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د دې لامل شوی، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره یو شمېر ښوونځي او تعلیمي مرکزونه وتړل شي.

طالبانو له ۲۰۱۲ راهيسې په افغانستان د بياځلي واکمنۍ له پيل سره سم له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې یې دوى پوهنتون ته له تللو هم منعې کړې.

که څه هم د طالبانو دغه بنديزونه په نړۍ کې له توندو او پراخو غبرګونونو سره مخ شوي، خو د طالبانو حکومت وايي، چې د نجونو د زده‌کړو د دوام لپاره د خپل مشر امر په تمه دي، ترڅو يې له مخې یوه کړنلاره جوړه کړي، چې د دوی په وینا شرعي به وي او پر بنسټ به یې نجونې د زده‌کړو اجازه ولري.

د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

دغه حکومت تر ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي چې ښځې په عامه غونډو، ورزشي لوبغالو، سیاسي او فرهنګي فعالیتونو او له شرعي محرم پرته له لرې واټن سفرونو څخه منع کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG