د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

منیزه کاکړ: پاکستان اسناد لرونکي افغان کډوال هم په زوره باسي


چمن کې له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال
چمن کې له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال

په کراچۍ کې د افغان کډوالو یوه مدافع وکیله منیزه کاکړ ادعا کوي چې پاکستاني پولیس هغه کډوال هم افغانستان ته ستنوي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له‌خوا ورته کارتونه ویشل شوي دي.

هغې په خپله اېکس‌پاڼه د یو شمېر افغان کډوالو ویډیوګانې او د هغوی دا ډول کارټونه هم خپاره کړي دي.

په یوې ویډیو کې چې اغلې کاکړ خپره کړې لیدل کېږي چې یو افغان کډوال وايي، مېرمن یې سره له دې چې د کډوالۍ کارت درلود، بیا هم د پولیسو له‌خوا نیول شوې ده.

اغلې کاکړ ازادي راډیو ته وویل، د پاکستاني پولیسو له‌خوا په نیول شویو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شته. هغې ادعا وکړه چې له نیول شویو یو شمېر کډوالو پولیس پیسې هم غواړي.

نوموړې وایي:

"کډوال شکایت کوي چې په بازارونو او کمپونو کې ترې پولیس پیسې غواړي. که پیسې ور نه کړي، دوی یې نیسی او بیا یې د کډوالو کمپ ته استوي چې له هغه ځایه بیا خپل وطن ته استول کېږي."

له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل دوام لري
له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل دوام لري

په اسلام‌اباد کې د طالبانو د حکومت سفارت هم د هغو افغان کډوالو د نیولو موضوع په خپله اېکس‌پاڼه مطرح کړې چې د کډوالۍ کارټونه لري.

دې سفارت د یوه افغان کډوال ویډیو خپره کړې چې وايي، د UNHCR کارټ یې درلود، خو بیا هم له پاکستان د شړل کېدو په هدف نیول شوی دی.

هاخوا په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال چې د UNHCR کارټونه لري وايي، اندېښمن دي چې د پولیسو له‌خوا د نیول کېدو وروسته و نه شړل شي.

په اسلام‌اباد کې مېشته یوه افغان کډواله سیما وايي، خپله او کورنۍ یې د UNHCR سره ثبته ده، خو د پولیسو له‌خوا د نیول کېدو او شړل کېدو په اړه اندېښنه ښيي.

هغه زیاتوي:

" دلته یوه څلور کسیزه کورنۍ وه، هغه یې وشړله. موږ خپله ملګرو ملتونو سره ثبت یوو او کارټ نه، بلکې ټوکن لرو. وايي، ټوکن د منلو نه‌دی. "

افغانستان ته ستنیدونکي کډوال
افغانستان ته ستنیدونکي کډوال

په اسلام‌اباد کې مېشته یوه افغان کډواله سیما وايي، خپله او کورنۍ یې د UNHCR سره ثبته ده، خو د پولیسو له‌خوا د نیول کېدو او شړل کېدو په اړه اندېښنه ښيي.

هغه زیاتوي:

" دلته یوه څلور کسیزه کورنۍ وه، هغه یې وشړله. موږ خپله ملګرو ملتونو سره ثبت یوو او کارټ نه، بلکې ټوکن لرو. وايي، ټوکن د منلو نه‌دی. "

په پاکستان کې مېشته یوه بله افغان کډواله خدیجه بیا وايي، د ویزې پای ته رسېدو ته یې یوازې ۱۰ ورځې پاتې دي، خو د کډوالۍ سازمان سره یې له ځان ثبتولو وروسته ټوکن تر لاسه کړی، مګر بیا هم اندېښمنه ده.

خدیجې ازادي راډیو ته وویل:

"د پاکستان حکومت ویلي، هغو کسانو ته چې ویزه نه‌لري، باید په کرایه کور ور نه کړل شي. زه نه پوهېږم چې له خپلو درې بچیو سره چېرته ولاړه شم. هیڅوک مو غږ نه اوري. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري هم ځواب نه راکوي او زموږ ټیلفونونه پرې کوي. "

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نن خبر ورکړ، هغه افغان کډوال به له دې هېواد و نه ویستل شي چې هلته د ثبت" "POR او د افغانستان د تابعیت "ACC"کارټونه ولري.

په ورته وخت کې په اسلام‌اباد کې د طالبانو د حکومت سفارت په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د دې سفارت سرپرست سردار احمد شکېب په خیبر پښتونخوا کې د UNHCR او د افغان کډوالو کمېسیون له کډ مرکز د لیدنې پر مهال ویلي، د دې مرکز کارکوونکي چې ۵ تنه دي، د ۸ زره کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره ډېر کم دي.

له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ویستو عملیات د نومبر په لومړۍ نېټه پیل شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي په ټول پاکستان کې د افغان کډوالو شمېره له ۳ میلیونه زیاته ښودلې او ویلي یې دي چې په درې پړاوونو کې به افغانستان ته واستول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG