د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل؛ طالبانو او اشرف غني یې د ناوړه پایلو خبرداری ورکړ


له پاکستانه یو شمېر اېستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه یو شمېر اېستل شوي افغان کډوال

پرون په داسې حال کې چې د طالبانو د چارواکو په وینا له یونیم لک زیات افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته رسېدلي وو، د افغانستان اوسنېو چارواکو او د پرځېدلي جمهوري نظام مشر د پاکستان پر دې پرېکړې انتقادونه وکړل.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون له سپین بولدک څخه په یوه ویډیويي مرکه کې چې د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خپره کړه، د راستنو شویو افغان کډوالو د شمېر په اړه تازه ارقام ورکړل.

نوموړي وویل:

" په دواړو اوخونو کې، په تورخم کې او دلته د سپین بولدک په صفري نقطه کې چې موږ اوس ولاړ یو، ارقام د یونیم لک په حدودو کې مهاجرین رااوښتي دي په تېرو څو ورځو کې له دواړو لارو څخه. البته ارقام بدلېږي ځکه د ورځې په جریان کې نوي خلک راروان دي او راځي."

هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر د نوامبر په لومړۍ نېټه د پاکستان د حکومت له خوا د ورکړل شوي مهلت په پای کې پیل شو. د پاکستاني چارواکو په وینا په پاکستان کې ۱،۷ میلیون بې اسناده افغانان دېره دي چې باید ووځي.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد

په دې کې هغه شپږ لکه افغانان هم راځي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوي.

په دوی کې یوشمېر په لویدیځو هېوادونو کې د سیاسي پناه دوسیې یا کیسونه لري.

دې هېوادونو د پاکستان له حکومته غوښتي وو، چې د دې کډوالو د ایستلو پرېکړه بېرته واخلي ځکه د دوی په وینا کېدای شي چې په افغانستان کې د هغوی ژوند ته خطر پېښ شي.

په همدې حال کې د خیبرپښتونخوا حکومت د دې ایالت د ټولو ولسوالیو امنیه قوماندانیو ته امر کړی چې هغه افغانان دې نه نیسي چې په نورو هېوادونو کې د سیاسي پناه کېسونه لري.

په یوه لیک کې چې یوه کاپي یې آزادي راډیو ته هم رسېدلې، د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت د نوامبر د دوهمې نېټې د مکتوب په اساس پولیسو ته امر شوی چې دا افغانان دې له نیولو څخه مستثنا وګرځوي.

په لیک کې د دې افغانانو د شمېر یادونه نه ده شوې خو ویل شوي چې د دوی لیستونه د وټسپ له لارې د پولیسو سیمه ایزو ادارو ته استول شوي دي.

د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام ولسمشر، محمد اشرف غني
د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام ولسمشر، محمد اشرف غني

له بلې خوا د پرځېدلي جمهوري دولت ولسمشر محمداشرف غني په خپله نوې وینا کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستل کېدو د ستونزې د حل لپاره د یوه ملي بحث غوښتنه کړې.

ښاغلي غني طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د دوی اعمال له افغانانو سره د ګاوندیو هېوادونو د چلند معیار کېدای شي.

نوموړی وایي:

" دې واقعاتو وښوده چې ګاونډیان د افغانستان له ټولو وګړو سره د یوه تعریف، یوې زاویې له مخې چلند کوي چې هغه افغانیت دی. له بلې خوا د طالبانو حرکت هم باید پوه شي چې اعمال یې پر ټولو افغانانو- د نړۍ په هره برخه کې چې وي، تاثیر کوي او مسوولیت یې پر دوی راځي."

همداراز د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ویلي چې د پاکستان پرېکړه له اسلامي او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې ده.

له دې مخکې د طالبانو د حکومت نورو مشرانو، هم له پاکستانه غوښتي وو، چې له افغان کډوالو سره سم چلند وکړي.
د طالبانو لوی مشر ملاهیبت الله اخوندزاده په یوه غږیز پیغام کې چې د جمعې په ورځ پر ټولنیزو شبکو خپور شو، وویل په پاکستان کې د افغان کډوالو اوسنی وضعیت د زغملو نه دی او د دفاع سرپرست وزیر یې محمدیعقوب مجاهد بیا په جبري ډول د افغان کډوالو ایستل ظلم وباله.

هغه په یوه وینا کې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د دې کار عواقب وسنجوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG