د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ پر ضد د واکسین کمپاین پيلیږي


د پولیو واکسین یو پخوانی تصویر
د پولیو واکسین یو پخوانی تصویر

ټاکل شوې چې په کندز، تخار، بغلان، پروان، کاپیسا، کابل، کنر، نورستان، لغمان، ننگرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شي.

له پولیو څخه د افغانستان د خلاصون بنسټ Polio Free Afghanistan د یکشنبې په ورځ په خپله اېکس شبکه لیکلي چې دغه کمپاین به د لړم په لومړۍ نېټه د دوشنبې په ورځ په یادو څوارلسو ولایتونو کې له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو لپاره پیل شي.

دغه بنسټ له کورنیو غوښتي، چې په دې برخه کې همکاري وکړي، څو ماشومان یې په ګوزن اخته نشي او افغانستان له پولیو پاک شی.

خو یاد بنسټ د دغه واکسین په اړه ډیر جزیات نه دي ورکړي.

د کندز ولایت اوسېدونکی زرافشان چې له پنځو کلونو د ښکته عمر دوو ماشومانو مور ده له دې اقدام هرکلی کوي وايي، چې کورنۍ باید خپل ماشومان حتماً واکسین کړي.

هغه زیاتوي:

" پولیو واکسین ماشومان له ګوزڼ خوندي کوي، میندې او پلرونه په دې برخه کې مسوول دي، چې دې برخې ته پام وکړي او کوم کسان چې واکسین کوي هغوی سره همکاري وکړي."

د کابل ښار اوسدونکی عبدالروف هم ورته خبره کوي او د اړوند ادارو غواړي چې دا واکسین ټول افغانستان کې تطبیق کړي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

" هیله ده دا واکسین هفه ځایونو ته چې نه رسېږي هم ورسېږي، تل مو ورنه هرکلی کړی، دا چې سبا بیا دا کمپاین پیلېږي، ورته خوشحال یو او په تمه یو چې دروازه ووهل شي او مونږ خپلو ماشومانو دا واکسین وکړو."

پولیو یو ویرسي ناروغي ده، چې درملنه نه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو او د چاپېریال د مثبتو نمونو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پولیو ۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ټولې په ننګرهار ولایت کې دي.

د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې ۳۲ محیطي پېښې هم ثبت شوې دي چې یوه پېښه په کندهار، یوه په بلخ او نور ټول واقعات د افغانستان په ختیځ کې دي.

دا هم له ارشیفه د پولیو پر ضد د کمپاین یو تصویر
دا هم له ارشیفه د پولیو پر ضد د کمپاین یو تصویر

خو په افغانستان کې د پولیو پروګرام یو شمېر باخبرو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې د پولیو شپږمه مثبته پېښه او شپږ نورې محیطي پېښې هم ثبت شوې دي.

وموغوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت هم وپوښتو خو د دغه وزارت ویاند شرافت زمان زمونږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

افغانستان او پاکستان دوه هغه هیوادونه دي، چې تر اوسه هم په کې د پولیو مثبتې پیښې نه دي ورکې شوي.

په تېر جمهوري نظام کې د عامې روغتیا وزارت د کلتوري معافیت د پروګرام رییس داکټر غلام دستیګیر نظري د پاکستان او افغانستان تر منځ د د خلو تګ راتګ په افغانستان کې د دغه ویرس د نه ختمېدو عمده لامل ګڼي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"هغه ټيمونه چې په پولو کې دي اړتيا ده چې پياوړي شي. پخوا به په لويو لارو کې ټيمونه موجود وو او هغه کورنۍ چې له ناقانونه لارو افغانستان ته داخلېدې، له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته به يې د پوليو ضد واکسين ورکول کېده. له بده مرغه د پوليو د ناروغۍ د نه ورکېدلو يو دليل د افغانستان او پاکستان ترمنځ زيات راشه درشه ده"

له پاکستان څخه افغانستان ته د پولیو ویروس د انتقال د احتمال په اړه اندېښنې په داسې حال کې دي چې د پاکستاني رسنیو په وینا د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې له۵۲ زره زیات افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د يادونې ده چې د روغتيا نړيوال سازمان هر کال د اکټوبر ۲۴مه د پوليو د له منځه وړلو د نړيواله ورځ په توګه نمانځي، څو د پوليو ويروس په اړه د پوهاوي کچه لوړه او د پوليو له خطر سره مخ ماشومان وژغوري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG