د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د افغانستان په شپږو ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاین پیل شو


ارشیف: په ارزګان کې واکسیناتوران د پولیسو ضد واکسین د تطبیق پر مهال
ارشیف: په ارزګان کې واکسیناتوران د پولیسو ضد واکسین د تطبیق پر مهال

د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د دوشنبې په ورځ د ماشومانو د ګوزڼ يا پولیو ضد واکسین دوهم پړاو پیل شو.

د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین لومړی پړاو د تېرې پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېد.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په جوزجان، سرپل، بلخ، فاریاب، سمنګان او ارزګان ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین دوهم پړاو پیل شوی دی.

ياد سازمان تېره ورځ پر خپل ايکس يا پخواني ټوېټر شبکه 'د پولیو څخه پاک افغانستان' ویبپاڼې په حواله، له خلکو غوښتي چې د واکسین کوونکو سره مرسته وکړي ترڅو دوی ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين کړي.

تر دې مخکې د 'پولیو څخه د پاک افغانستان' ویبپاڼې او د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې د کمپاین په دې پړاو کې به څه باندې ۱۱ میلیونه له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان واکسین شي.

په ننګرهار کې د واکسین له کمپاینه یو انځور
په ننګرهار کې د واکسین له کمپاینه یو انځور

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ د وجهي صندوق یا یونېسف د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د اړیکو د برخې مسوول کمال شاه ازادي راډیو ته وویل، دوی د واکسین په لومړي پړاو کې چې په ۲۸ ولایتونو کې تر سره شو، د واکسین شویو ماشومانو د شمېرو په راټولولو بوخت دي.

په نیمروز ولایت کې د پنځو کلونو څخه د کم‌عمره دوو ماشومانو مور فرزانه وايي، دا واکسین د پوليو څخه د مخنيوي په برخه کې د ماشومانو لپاره خورا مهم دی.

هغې وویل: "زه دوه کوچنيان لرم، د پوليو واکسين ټيم راغلی و، زما کوچنی يې واکسين کړ، له ټولو مېندو غواړم خپلو اولادونو ته پوليو واکسين ورکړي."

محمد علي چې د غور ولايت اوسېدونکی دی ازادي راډيو ته وویل چې د دوی ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین شوی دی.

هغه وايي: "زموږ ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین شول. د دې لپاره چې ماشومان له پولیو څخه وژغورل شي او روغ پاتې شي، دا واکسین ډېر اړین دی."

په لغمان ولايت کې د پوليو واکسيناتورانو د همغږۍ مسوول سيد عبدالرقيب هاشمي ازادي راډيو ته وويل، دوی د جوماتونو له لارې يې خلکو ته د دې ناروغۍ په اړه معلومات ورکړي دي.

هاشمي وویل: "په ځينو ساحو کې داسې دي چې هلته اوس هم د خلکو علمي کچه ښکته ده او مختلف نظرونه په دې اړه باندې لري، خو چې بيا کله ورسره خبرو ته کېنو او خبرو ته يې راوغواړو، بيا داسې خاص دليل ورسره نه وي، کله قناعت ورته ورکړو، ماشومان يې واکسين شي، کله په يوه بهانه او بله بهانه ځينې کسان داسې وي چې هغه له واکسين نه پاتې شي."

مخکې تر دې یو شمېر واکسیناتورانو ازادي راډيو ته ویلي وو چې په ځینو مواردو کې خلک د واکسين د تطبيق برخه کې همکاري نه‌کوي.

دا کمپاین په داسې حال کې پیلېږي چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په ګډون بېلابېلو بنسټونو په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دغه وزارت د 'ملت ته د حکومت د حساب ورکولو' په غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې د پولیو د ویروس د نمونو د معلومولو په خاطر د پولیو د لابراتوار د جوړولو لپاره یو میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې، سږ کال د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د دغې ناروغۍ ۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دا ویروس مهمې عصبي رشتې زیانمنوي، کومې چې په شمزۍ یا ستون فقرات کې دي او د ماشومانو د ګوزڼ لامل ګرځي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو مثبتې پېښې په‌کې لا هم له منځه نه‌دي تللي او ماشومانو ژوند ګواښي.

XS
SM
MD
LG