د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د پوليو ناروغۍ او چاپیریالي مثبتې بېلګې زیاتې شوې دي


په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ پر وړاندې د کمپاین یوه څنډه - ارشیف
په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ پر وړاندې د کمپاین یوه څنډه - ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) په افغانستان کې د تیر کال په پرتله د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ او د چاپیریالي مثبتو نمونو د زیاتوالي خبر ورکوي.

یاد سازمان په نړۍ کې د پولیو ویروس د خپریدو په اړه د بیړنۍ کمیټې د شپږ دېرشمې غونډې په بیانیه کې، چې د جمعې په ورځ خپره شوه وویل: په افغانستان کې له تېرې غونډې راهیسې، د ګوزڼ یا پولیو ویروس پنځه نوې پیښې ثبت شوي، چې ټولې یې د ننګرهار ولایت څخه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ټوله کې د افغانستان روغتیایي وضعیت ته اندېښمن دی
د روغتیا نړیوال سازمان په ټوله کې د افغانستان روغتیایي وضعیت ته اندېښمن دی

په بیانیه کې زیاته شوې، چې تر دې دمه په افغانستان کې ۳۲ مثبتې چاپيريالي نمونې ثبت شوي چې یوه په کندهار، یوه په بلخ او نورې ټولې یې د دې هیواد په ختیځ کې لیدل شوي دي.

خو د یادې کمیټې د پنځه دیرشمې غونډې په بیانیه کې، چې د روان میلادي کال د مې میاشتې په ۱۲مه نیټه د روغتیا نړیوال سازمان په ویب پاڼه خپره شوې وه، په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر صفر او د مثبتو چاپریلي نمونو شمیر ۱۵ لیکل شوي وو، چې د روغتیا نړیوال سازمان په وینا دا په افغانستان کې د تیر کال په پرتله د پولیو په پېښو کې زیاتوالی ښيي.

دا راپور هم در ته وړاندیزوو:

په افغانستان کې د ښځینه واکسیناتورانو او روغتیايي کارکوونکو ونډه مهمه وبلل شوه (azadiradio.com)

خو دا چې مثبتې چاپېریالي نمونې څه ته وايي، د کابل ښار د انتاني روغتون متخصص، ډاکټر فرید الله عمري یې په اړه وايي:

"کله چې زموږ په چاپیریال کې د پولیو ویروس عامل موجود وي، له هغې نه نمونه نیول کیږي او که هغه مثبتې راشي، دې ته مثبتې نمونې ویل کیږي. د دې تر څنګ کله چې په ناحیه کې مثبتې نمونې رامنځته کیږي، د دې لپاره واکسین ضرور او اړین دي."

روغتیا پوهان له واکسیناتورانو سره د کورنیو مرسته، د پولیو په له منځه وړلو کې خورا مهمه بولي
روغتیا پوهان له واکسیناتورانو سره د کورنیو مرسته، د پولیو په له منځه وړلو کې خورا مهمه بولي

نوموړی کورنۍ هڅوي، چې خپل ماشومان دې د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.

په بیانیه کې زیاته شوې، چې په کندهار ولایت کې د مثبتې چاپیریالي نمونې کشف د عامې روغتیا لپاره یو اضطراري حالت دی، او په سویلي سیمو کې کور په کور کمپاینونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې نو ځکه د ناروغۍ د پراخېدو خطر شته.

دا هم د موضوع اړوند دی:

افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو زیاتوالی؛ یونېسف یې په خپرېدو اندېښنه وښوده (azadiradio.com)

په دې اړه مو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت څخه وپوښتل، خو ویاند یې شرافت زمان د راپور تر خپریدو زموږ پوښتنې ځواب نکړې.

په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د پیښو له زیاتوالي سره- سره د یونیسف د پولیو پروګرام مسوولین او یو شمېر واکسیناتورانو ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي، خلک له دوی سره د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې لازمه همکاري نه کوي.

په ۲۸ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسین څلور ورځنی کمپاین چې د تیرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شوی و، د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسید او په ۶ نورو ولایتونو لکه: بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل، فاریاب او اروزګان کې به راروانه دوشنبه پیل شي.

XS
SM
MD
LG