د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

۵۵ افغان نجونې د زده کړو د دوام لپاره اماراتو ته رسېدلي


د الحبتور ګروپ مشر خلف بن احمد الحبتور په دوبۍ کې له افغان نجونو زده کوونکو سره د لیدنې پر مهال.
د الحبتور ګروپ مشر خلف بن احمد الحبتور په دوبۍ کې له افغان نجونو زده کوونکو سره د لیدنې پر مهال.

تر ۵۰ زیاتې افغان نجونې دوبۍ پوهنتون کې د خپلو زده کړو د دوام په موخه متحده عربي اماراتو ته رسېدلي.

د هغو ۱۰۰ افغان نجونو له ډلې څخه چې د طالبانو د حکومت له‌خوا د زده کړو لپاره دوبۍ ته د تګ مخه یې نیول شوې وه، تر ۵۰ څخه زیاتې يې متحده عربي اماراتو ته رسېدلې دي.

د طالبانو حکومت دغه نجونې د نوي لمریز کال د وږي په لومړۍ ورځ د کابل له هوايي ډګر څخه بېرته راوګرځولې.

که څه هم دغو نجونو ادعا کړې وه چې شرعي محرم یې هم درلود بیا هم طالبانو دوی له تلو څخه منعه کړې، خو طالبانو په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د طالبانو دغه اقدام هغه وخت غبرګونونه هم راپارولي وو.

میلیاردر او د الحبتور ګروپ مشر خلف بن احمد الحبتور د دوبۍ په پوهنتون کې د دغو افغان ښځینه محصلانو د زده کړې زمینه برابره کړې ده.

الحبتور د چهار شنبې په ورځ ناوخته په خپله ایکسپاڼه کې له دغو زده کوونکو سره د لیدنې یوه ویډیو خپره کړه او لیکلي یې دي چې دی ژمن دی چې دغو ۵۵ افغان نجونو ته په دوبۍ کې د سم ژوند لپاره ټول اړین شرایط برابر کړي.

خلف احمد الحبتور
خلف احمد الحبتور

که څه هم نوموړي د نورو ۴۵ افغان ښځینه محصلانو په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو په دې ویډیو کې دې افغان نجونو ته وايي: "موږ به ستاسو پاملرنه وکړو، موږ به تاسو ته روغتیایي او ټرانسپورټي اسانتیاوې چمتو کړو."

الحبتور ټینګار کوي چې دی چمتو دی چې لا زیاتو افغان ښځینه زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړي، ځکه چې د ده په وینا زده کړه د ټولو حق ده او دا به ډاډ ترلاسه کړي چې دلته دوی په لوړو معیارونو یې ترلاسه کوي.

همدا شان په افغانستان کې له زده کړو بې برخې شوې نجونې ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، که څه هم خوشحاله دي چې ۵۵ افغان نجونو د دوبۍ پوهنتون ته لاره موندلې، خو د افغانستان دننه له زده کړو د نجونو د بې برخې پاتې کېدو په اړه اندیښنه لري.

د کابل پوهنتون زده کوونکې ناجیه حیدري چې اوس پوهنتون ته له تګ منعه شوې، ازادي راډیو ته وویل: "زه خوشحاله یم چې دوی لوړو زده کړو ته لاره پیداکړه، خو زما غوښتنه دا ده چې د افغانستان دننه دې هم نجونو ته اجازه ورکړل شي، د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې دې خلاصې شي څو دوی وکولای شي زده کړې وکړي."

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.

د لیدا عدالت په نوم یوې بلې زده کوونکې ازادي راډیو ته وویل، هیله لري چې نور هېوادونه به هم د ورته پروګرامونو په لاره اچولو سره د افغان نجونو ملاتړ وکړي.

هغې وویل: "دا یو نیک کار دی چې یو شمېر نجونې په دې وتوانېدې چې له افغانستانه بهر لاړې ښي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. د دې کار هرکلی کوو او هیله من یو چې نور هېوادونه هم د نجونو د زده کړو ملاتړ او همکاري وکړي. د دې ټولو محدودیتونو په منځ کې یوازېنۍ لاره دا ده چې بهر ملکونو ته ولاړې شي ترڅو نجونې له دې بې برخلیک ژوند څخه وژغورل شي."

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه.

د طالبانو حکومت له محرم پرته د تګ راتګ د محدودولو ترڅنګ د افغان ښځو پر کار، سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو هم بندیز لګولی دی.

د نړیوالو له نیوکو او غبرګونونو سره سره طالبان ادعا کوي چې د ټولو افغان ښځو حقونه د اسلامي شریعت له مخې خوندي دي او دا مسئله د افغانستان کورنۍ مسئله بولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG