د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

د طالبانو د پوهنې وزیر: نور هېوادونه د ټېکنالوژۍ او عصري زده کړو په وسیله اسمان ته ورسېدل


حبیب‌الله آغا، د پوهنې وزارت لپاره د طالبانو د حکومت سرپرست
حبیب‌الله آغا، د پوهنې وزارت لپاره د طالبانو د حکومت سرپرست

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست په داسې حال کې د عصري علومو او ټکنالوژۍ پر زده کړې ټینګار کوي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې، په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوي دي.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې باختر اژانس، د طالبانو حکومت د پوهنې سرپرست وزیر حبیب الله اغا په حواله خبر ورکړی، چې نوموړي په جوزجان ولایت کې د یوه نوي ښوونځي د پرانیستلو پر مهال وویل، چې نور هیوادونه د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره اسمان ته رسیدلي دي، خو دوی (افغانستان) وروسته پاتې دی او نه شي کولای په سمه توګه پر ځمکه تګ وکړي.

نوموړي له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده کړې د محرومیت موضوع ته له اشارې پرته زياته کړه، چې زده کوونکي بايد د معياري او مسلکي زده کړو له لارې په افغانستان کې د بهرنيو متخصصينو اړتيا کمه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه پخواني جهادي مشر، عبدالرب رسول سیاف یوه ورځ مخکې د مجاهدینو د حکومت د ولسمشر، برهان الدین رباني د وژل کېدو د کلیزې په مناسبت د ملي مقاومت شورا په مجازي غونډه کې چې په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې، په افغانستان کې د نجونو د زده کړې محدوديت ته په اشارې سره ویلي، هغه کسان چې ادعا کوي پر نجونو د علومو زده کړه فرض نه ده، له شريعت څخه ناخبره دي.

پخوانی جهادي مشر، عبدالرب رسول سیاف
پخوانی جهادي مشر، عبدالرب رسول سیاف

هغه زياته کړه، چې د اسلامي شريعت نوم باید بد نه شي او د نجونو او ښځو زده کړه فرض او ضروري ده.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته څه باندې دوه کاله کېږي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري.

یو شمېر ښځینه زده کوونکي له زده کړو محرومیت د ټولنې د پرمختګ او د افغانستان د راتلونکي پر مخ لوی ګوزار بولي وايي، چې د نجونو ښوونځي دې بیرته پرانیستل شي.

د یوولسم ټولګي زده کوونکې، زلفا محمدي ازادي راډيو ته وویل:

"کله چې یوه نجلې ښوونځي ته ولاړه نه شي، راتلونکی نسل یې قطعا بې سواده وي او پرمختګ نه کوي. زه له دوی څخه هیله کوم چې د ښوونځيو دروازې پرانیزي او د افغان نجونو وضعیت په نظر کې ونیسي."

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې

په همدې حال کې د ښځو د حقونو يوه فعاله، ډيوه پتنګ وايي، د افغانستان د پرمختګ لپاره د شعار ورکولو پر ځاى بايد طالب چارواکي د نجونو زده کړو ته د اجازه ورکولو له لارې، پر هغه عمل وکړي.

"کله چې نجونې له عصري او یا هر ډول زده کړو بې برخې وي او اجازه ونلري، او په عین وخت کې شعار ورکړل شي چې عصري زده کړې او ټکنالوژي اړینه ده، تول افغانان پوهیږي. باید له داسې شعارونو څخه ووځي، هغه څه چې افغانان غواړي عمل دی، کله چې دوی د نجونو او هلکانو د زده کړې شاهدان وي."

دا په داسې حال کې ده چې د قطر لومړي وزیر، محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني له CNN سره په مرکه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه ویلي، چې د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره په خپله وروستۍ کتنه کې، د قطر هیواد د بیلګې په توګه یاد کړی چې ښځې د هېواد په ټولو ټولنيزو چارو کې له نارينه وو سره مساوي ونډه لري.

د قطر صدراعظم په تازه مرکه کې د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله سره د خپلو خبرو جزییات هم رسنیز کړي
د قطر صدراعظم په تازه مرکه کې د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله سره د خپلو خبرو جزییات هم رسنیز کړي

د قطر لومړي وزیر زیاته کړې، چې هغه د طالبانو مشر ته ویلي، چې که افغانستان وغواړي د نړیوالې ټولنې یوه برخه شي، دوی کولای شي د قطر په څېر یو منځ لاری حکومت ولري، چې ښځې په ټولو برخو کې د وزیرانو، سفیرانو او مشرانو په توګه کار کولای شي.

طالب چارواکو تل ادعا کړې، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي او په دې وروستیو کې یې ویلي، هرکله چې زمینه برابره شي، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته به د زده کړو او تحصیل اجازه ورکړي.

طالبانو په افغانستان کې له خپلې بیا ځلې واکمنۍ سره سم له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه، ښځې او نجونې یې په پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړې، په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو او سینګارتونونو کې یې د هغوی پر کار بندیز ولګاوه.

همدا شان، د طالبانو حکومت ښځو ته اجازه نه ورکوي چې تفریح ځایونو، لوبغالو، ښځینه حمامونو ته ولاړې شي او یا هم له محرم پرته لرې واټن سفر وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG