د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

یونسکو: په ټوله نړۍ کې ۲۵۰ میلیون زده‌کوونکي ښوونځیو ته له تګه محروم دي


ارشیف: د افغانستان په یوه ښوونځي کې زده کوونکې
ارشیف: د افغانستان په یوه ښوونځي کې زده کوونکې

د ملګرو ملتونو د زده کړو، علمي او فرهنګي سازمان یا یونسکو وایي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په نړۍ کې د هغو ماشومانو او ځوانانو شمېر شپږ میلیونه زیات شوی چې له ښوونځي پاتې او یوه ډېره برخه یې هغه نجونې دي چې په افغانستان کې له ښوونځیو راګرځول شوي دي.

د یونسکو په راپور کې راغلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په نړۍ کې د هغو ماشومانو او ځوانانو شمېر شپږ میلیونه زیات شوی چې له ښوونځي پاتې او اوسمهال دا شمېر ۲۵۰ میلیونه کسانو ته رسېدلی.

د یونسکو له لوري ورکړل شوې شمېرې ښیي چې له ښوونځیو د پاتې شویو زده کوونکو ډېری هغه نجونې دي چې په افغانستان کې له زده کړو محرومې شوي دي.

د یونسکو په اعلامیه د دغې ادارې د عمومي رییسې ادري ازولا له قوله ویل شوي، که څه هم په تېرو لسیزو کې د زده کړو د کیفیت ښه کېدو لپاره ډېر کار شوی، خو اوسمهال له ښوونځیو د محرومو ماشومانو او ځوانانو شمېر د ډېرېدو په حال کې دی.

اغلې ازولا ویلي، که نړۍ غواړي چې د میلیونونه ماشومانو راتلونکی تباه نه‌شي نو ژر تر ژره دې د هغوی د ژغورلو لپاره لاس سره یو کړي.

ارشیف: په کابل کې له زده کوونکو د یوه خالي ښوونځي ټولګی. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونیزو بنسټونو دروازې تړلي دي.
ارشیف: په کابل کې له زده کوونکو د یوه خالي ښوونځي ټولګی. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونیزو بنسټونو دروازې تړلي دي.

د ۲۰۲۱ میلادی کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ منع شوي او د ۲۰۲۲ په ډسمبر میاشت کې پوهنتونونه هم د دوی پر مخ وتړل شول.

طالبانو ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو او ښځو د حقونو ورکړې ته ژمن دی، خو د ښځو د ازادیو د محدودولو په برخه کې د دوی فرمانونو افغان مېرمنې، د ښځو فعالان او د بشري حقونو نړیوالې ادارې اندېښمنې کړي.

د نړۍ د ځوانانو استازې مایادا عادل تېره شپه د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیا کلنۍ ناستې ته د وینا پر مهال وویل: "تاسو د افغان ښځو او نجونو لپاره څه وکړل؟ ژمنې وشوې، خو وضعیت لا پسې خراب شو. اوسمهال ښځې او نجونې له زده کړو، پوهنتون ته له تګ او په ټولنه کې له ګډونه بې برخې شوي. تاسو د دې بحران د حل لپاره کافي هڅې ونه کړې او پر هغو کسانو مو فشار را نه‌وړ چې دا وضعیت یې رامنځته کړی. زه دلته له خپلو افغان خویندو سره د یووالي لپاره ولاړه یم."

په همدې حال کې د لسم ټولګي یوې افغانې زده کوونکې مریم رسولي ازادي راډيو ته وویل: "که زده کړې نه وای بندې شوای نو موږ به اوس د لا فعالو، وړ او انګېزه لرونکو نجونو شاهدان وو. ما په خپله تحصیلي ژوند له لاسه ورکړ، په راتلونکو دوه کلونو کې به مې دنده اخیستې وه او هغه موقف ته رسېدم چې تل مې یې تمه درلوده."

ارشیف: په کابل کې له شپږم ټولګي ښکته د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې
ارشیف: په کابل کې له شپږم ټولګي ښکته د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې

دا په داسې حال کې ده چې د همدې اوونۍ د دوشنبې په ورځ له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو دوه کال پوره شول.

په افغانستان کې زده کړو ته د نجونو د لاسرسي په نوم د یوه کمپاین غړو تېره ورځ د 'دوه تیاره کلونو' په نوم یو پرانیستی لیک خپور کړ.

دا لیک چې په افغانستان کې د ۲۱ ښوونځیو د ښځینه زده کوونکو او په پاکستان او ایران کې د کډوالو افغانانو له‌خوا د نړۍ مشرانو ته لیکل شوی، په کې راغلي چې ۷۳۰ ورځې وشوې چې نجونې له ښوونځیو پاتې دي او د زده کړو حق ترې اخیستل شوی.

په دې لیک کې له ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د غړو هېوادونو له مشرانو غوښتل شوي چې د افغانستان پر وړاندې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او له زده کړو د نجونو او ښځو پاتې کېدو ته د پای ټکی کېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې 'زده کړې تمه نه کوي' په نوم د ملګرو ملتونو د یوې ادارې د راپور پر بنسټ، اوسمهال دوه اعشاریه ۵ میلیونه نجونې په افغانستان کې له زده کړو بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG