د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

عباس ستانکزی: له تبعیض پرته دې د ټولو طبقو ښوونځي پرانیستل شي، شرعي او مسلم حق یې دی


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، شېرمحمد عباس ستانکزی
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، شېرمحمد عباس ستانکزی

له شاوخوا ۶۷۷ ورځو راهیسې ښوونځي له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ تړل شوي او طالب چارواکو د ښوونځیو د تړلو لپاره بېلابېلې بهانې وړاندې کړي دي.

تازه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي، د جمعې په ورځ د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د عاشورا په مراسمو کې وویل، چې د نجونو د تعلیم په اړه ان د خلکو تر منځ هم اختلاف شته.

هغه، چې وخت په وخت په خپلو خبرو کې ټولو افغانانو لپاره د زده کړې د حق غوښتنه کړې، يو ځل بيا يې د ټولو پر مخ د ښوونځيو د دروازو د خلاصېدو غوښتنه وکړه.

ستانکزي وویل: "د مکتبونو او ښوونځیو دروازې دې د افغانانو پر ټولو طبقو له تبعیض پرته پرانیستل شي، چې دا د دوی شرعي او مسلم حق دی. دلته ځينې اختلافات شته. دا ټولنه چې موږ یې پیژنو، شاوخوا ولایتونو ته که ولاړ شو، وبه وینو چې که پنځه نفره د مکتب په پلوي وي، دو نور یې مخالف دي. "

طالبان، له بیا واکمنیدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او لوړو زده کړو ته نه پرېږدي
طالبان، له بیا واکمنیدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او لوړو زده کړو ته نه پرېږدي

د کابل ښار یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې د ده دوه لوڼې چې د ښوونځي په اووم او نهم ټولګي کې وې، له دوو کلونو راهیسې د طالبانو حکومت د بندیزونو له امله له زده کړو بې برخې دي.

نوموړي دا څرګندونې پرون د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د مرستیال د څرګندونو د یوې برخې په غبرګون کې وکړې.

سرچینې وویل: "دا یوه بهانه ده چې طالبان یې پړه پر خلکو اچوي چې نجونې ښوونځي ته لاړې نه شي. خپله طالبان مخنيوی کوي چې دوی ولاړې نه شي. ما داسې کس نه دی لیدلی چې ووایي لور مې دې درس نه وايي، یا ښوونځي ته دې نه ځي. شل کاله وړاندې یې ولې دا خبره نه کوله؟"

د زده کړې د برخې فعال، شیردل پاڅون هم ورته نظر لري.

هغه وايي: "یو ویشتمې پیړۍ کې داسې څوک نشته، د ټولو خلکو ذهنیتونه جوړ دي. او که کومه کورنۍ داسې پاتې وي شاید هغه ته چا ذهنیت نه دی ورکړی، عامه پوهاوی به نه وي رسیدلی. خو په مجموع کې ټول افغانستان، علم او عصري علومو ته اړتیا لري او دا په نر او ښځه فرض دی. باید د افغانستان هر وګړی دا علم راخپل کړي."

فرزانه هغه نجلۍ چې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د طالبانو له خوا ښوونځي ته له تګ څخه منعه شوې، وايي چې له زده کړو بې برخې کیدل د نوموړې او د دې په شان د نورو نجونو لپاره ناوړه پایلې لري.

فرزانه وایي: " نه یواځې زه بلکې د افغانستان ټولې نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي. په دې دوو کلونو کې نجونې د روحي فشار لاندې وې او د زده کړو انګیزه یې له لاسه ورکړې ده. "

له زده کړو ډېرو محرومو شویو نجونو، زده کړو ته بیا ستنېدل خپله تر ټولو ستره هیله ګڼلې ده
له زده کړو ډېرو محرومو شویو نجونو، زده کړو ته بیا ستنېدل خپله تر ټولو ستره هیله ګڼلې ده

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين، محمد یونس راشد، د پنجشنبې په ورځ، په خوست ولايت کې یوې غونډې ته وویل، څو چې نجونې په مکمله توګه اسلامي چوکاټ ته برابرې نه شي، ښوونځيو ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.

تر هغه یوه ورځ مخکې، د طالبانو حکومت د دعوت او ارشاد رییس، محمد هاشم شهید ورور، د علومو اکاډمۍ د غوره زده کوونکو په ستاین غونډه کې وویل، د عصري علومو زده کړې فرض نه دي، او یوازې د اسلامي علومو زده کړې، په نر او ښځه فرض دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقاني، د زمري په درېیمه نېټه په هرات ولایت کې په یوې ناسته کې وویل، چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانیستل د دوی تر منځ یوه اختلافي مسله ده، چې د دې موضوع حل وخت ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ له بیا پیلیدو وروسته، طالبانو پر ښځو او نجونو د نورو بندیزونو ترڅنګ، هغوی یې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي ته له تلو منع کړې او شاوخوا اته میاشتې وړاندې یې پوهنتونونو ته پر تګ هم بندیز ولګاوه.

که څه هم دغه بندیزونه د نړۍ په کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي، خو ظاهراً طالبانو په دې اړه خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG