د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

د معاشونو له نه تر لاسه کولو شکايت؛ يوناما: د افغان معلولینو ملاتړ په کار دی


ارشیف: په افغانستان کې معلولین
ارشیف: په افغانستان کې معلولین

د بادغیس یو اوسېدونکی چې سترګې یې نه ویني شکایت لري چې د طالبانو حکومت د معلولینو او معیوبینو د معاشونو په برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.

نوموړی وايي: "تنخواه هېڅ شی یې رانه کړل. وعده یې کړې وه. ټولو خلکو ته مرستې وشوې. خو معیوب همداسې خبرو لاندې پاتې دي. د خدای لپاره زموږ چاره وکړئ. موږ هم غریبانان یو کورنۍ راپسې دي."

د بادغیس دا اوسېدونکی چې خپل نوم یې نه دی اخیستی، وايي، ان د جمهوریت په وخت هم دوی ته تنخواه سمه نه ورکول کېده او د طالبانو په راتګ سره یې په دوو کلونو کې څه نه دي ترلاسه کړي.

ځینې نور معلولین بیا شکایت لري چې د طالبانو چارواکي له معلولینو او معیوبینو سره دوه ګونی چلند کوي.

د طالبانو چارواکي تل خپلو ژونديو او جګړه ځپلو جنګیاليو ته په ځانګړو امتیاز ورکولو تورن شوي، خو دوی دا ادعاوې بې اساسه بولي
د طالبانو چارواکي تل خپلو ژونديو او جګړه ځپلو جنګیاليو ته په ځانګړو امتیاز ورکولو تورن شوي، خو دوی دا ادعاوې بې اساسه بولي

د هلمند یوه معلوليت لرونکي اوسېدونکي ازادي راډیو ته ویلي: "د تېر حکومت معیوبین یې په ملکیانو کې لیکلي، هغوی ته مطلق پيسې نه ورکوي. په کونډو یې هم کارډونه بند کړي، خو د طالبانو کونډې یا یتیمان چې وي هغوی ته مکمل ۱۲۰ زره افغانۍ ورکوي او هغه طالب چې پښه یې پرې وي معیوب وي شپېته زره افغانۍ ورکول کېږي. له مقاماتو مې هیله ده چې دا د مور او مېرې چلونه دې نه کوي باید یو نظام او یو کتار شي."

په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو د معاشونو د ورکړې ستونزه کومه نوې خبره نه ده، خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا ستونزه لا پسې زیاته شوې او د دغو کسانو لوی شمېر له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پالیسۍ له مخې، د هر ملکي معلول میاشتنی معاش درې زره افغانۍ او د هر نظامي معلول میاشتنی معاش پنځه زره افغانۍ دی.

دا معاشونه په هرو شپږو میاشتو یا کال کې ورکول کیږي، خو په افغانستان کې یو زیات شمیر معلولین وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما پرون د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړې استازې روزا اتونبایوا په افغانستان کې معلولیت لرونکو وګړو ته د لاس رسي سازمان له غړیو سره لیدلي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې - تصویر له ارشيفه
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې - تصویر له ارشيفه

هغې په دې لیدنه کې د لسیزو جګړو د پاتې معلولینو د حقونو په لوړېدو او ملاتړ باندې ټینګار کړی دی.

روزا اتونبایووا له یو شمېر معلولو افغانانو سره هم له نږدې خبرې کړي دي.

یوناما لیکي، اټکل کېږي چې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو شمېر شاوخوا دوه نیم ملیون تنه وي.

د طالبانو ویاندویانو د دې راپور تر چمتو کولو پورې په دې اړه چې ولې د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو په ورکړه کې ځنډ راغلی، ځواب نه دی ورکړی، خو څه موده وړاندې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر عبدالحکیم حقاني 'ملت ته د حکومت حساب ورکونې' په نوم پروګرام کې ویلي، چې دغه وزارت د معلولینو د ژوند د ښه کولو لپاره معلولینو سره میاشتنۍ نغدي مرستې کړي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا اندېښنه ښودلې وه چې په افغانستان کې بشري ناورین به په دغه هېواد کې د معلولیت لرونکو وګړو پر ژوند ناوړه اغېز وکړي.

XS
SM
MD
LG