د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

'د افغان معلولینو وضیعت د اندېښنې وړ دی'


په بلخ کې دوه معلولې ښځې- ارشیف
په بلخ کې دوه معلولې ښځې- ارشیف

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د معلولیت لرونکو وګړو وضیعت د اندېښنې وړ بللی دی.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون نوې موندنې ښیې چې د دې هېواد معلولیت لرونکي وګړي د صحي، ښوونیزو، کار نه شتوالي او توپیري چلند سره مخ دي.

د دې کمېسیون کمیشنرې بنفشې یعقوبي د یکشنبې په ورځ د معلولیت لرونکو وګړو د وضیعت په اړه د یو څيړنیز راپور د خپرولو پرمهال وویل چې د معلولیت لرونکو وګړو دغه ستونزې سبب شوي چې دوی له ټولنیزو محدودیتونو سره مخ شي.

هغه زیاته کړه: "معلولیت لرونکي وکړي معمولاً له بېلابېلو ستونزو له هغې ډلې د کورنۍ او ټولنې له لوري له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د کورنیو په کچه د سپکو سپورو ویل او همدارنګه په ټولنه کې نا باوري او د دوی نه منل له نورو مسایلو دي، دوی همدارنګه روغتیايي امکاناتو ته هم لاسرسی نه لري."

میرمن یقوبي وايي، دغه کمېسیون په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د معلولینو له ۹۷۹ ډلو سره د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې مرکې کړي او د دوی ستونزې یې پوښتلي دي.

د نوموړې په خبره که څه هم حکومت معلولینو ته ځني کارونه کړي دي، خو په خبره یې لکه څنګه چې لازمه وه دوی ته د ځانګړو زده کړو لپاره زمینه نه ده برابره شوې.

د معلولینت لرونکو کسانو د حقونو او امتیازاتو په اړه د نوي قانون تصویب او د دوی د مادي امتیازتو په وړاندې د تبعیضونو لرې کول، د ذهني معلولیت لرونکو کسانو لپاره د وړتیاوو لوړولو او ملاتړ مرکزونو جوړول او د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره د د زده کړو د زمینې برابرول په هېواد کې د معلولینو د وضیعت د ښه کېدو لپاره د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون له خوا مطرح شوي وړاندیزونه دي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ورکړل شویو شمېرو له مخې اوسمهال په افغانستان کې د یو میلیونو په شااوخوا کې معلولین اوسېږي.

کابل کې ځینې معلولین- ارشیف
کابل کې ځینې معلولین- ارشیف

په ورته وخت کې یو شمېر معلولین هم دوی ته د ځانګړو امکاناتو د نه شتون له امله نیوکه کوي.

د ۲۴ کلنې زرمینې دوه پښې د ماین په چاودنه کې پرې شوي، دا چې اوس یې د خپلو زده کړو تر بشپړولو ورسته په یوې موسسه کې د روغتیايي لومړنیو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې دنده اخیستې.

هغې د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "ما په ماشومتوب کې خپلې دواړه پښې د چاودنې پرمهال له لاسه ورکړې، ډېرې ستونزې مې وګاللې، زه د یو عادی کس په توګه ژوند نه شم کوی چې خپلو زده کړو ته ورسېږي، کله چې د سړک پر سر ولاړه یم ان موټر نه درېږي، تر هغې چې ما خپلې زده کړې خلاصې کړې ډېرې ستونزې مې ولیدلې."

زرمینه وايي، د نورو ستونزو ترڅنګ هغه څه نه چې ډير رنځ وړي په ټولنه کې هغې ته سپکې سپورې ویل دي.

له دې ټولو سره د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ضیاالحق فضلي وايي، دوی د معلولیت لرونکو وګړو د امتیازاتو او حقونو قانون باندې بیا کتنه کوي او د ستونزو د هواري لپاره جدي هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG