د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

پاکستان کې د افغانانو د نیونې دوام؛ د افغان کډوالو شورا پرې اندېښنه وښوده


په کراچۍ کې نیول شوي افغان کډوال چې لاسونه یې په ځنځیرونو تړل شوي دي. 13.09.2023
په کراچۍ کې نیول شوي افغان کډوال چې لاسونه یې په ځنځیرونو تړل شوي دي. 13.09.2023

په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو شورا په دغه ښار کې د افغانانو د نيولو پر وړاندې د عملياتو پر تېزېدو اندېښنه ښودلې ده.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو د نيول کېدو په دوام په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د شورا مسولان وايي چې په دغه ښار کې هم د افغانانو د نيولو لړۍ پيل شوې ده.

د دې شورا د عامه اړیکو رییس عبدالبصیر د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پولیس په کورونو کې دننه او بهر له افغانانو پوښتنې کوي.

هغه وویل: "نیونې روانې دي. وضعیت نازک دی. دوی د D17 په سیمه کې کورونو ته ننوتل او هغه يې وپلټل، دوی په چک پواينټونو کې له خلکو څخه د دوی د اسنادو غوښتنه کوي. د پاکستان لومړي وزیر دا کار خورا جدي نیولی د افغانانو نيول ډېر جدي شوي دي."

خو هغه ونه ويل چې په اسلام‌اباد کې د پوليسو له‌خوا څومره افغانان نيول شوي دي.

په اسلام‌اباد کې يو افغان کډوال ظاهر بهاند له افغانانو د پوښتنو ګروېږنو او د هغوی د نيولو په اړه د خپلو سترګو ليدلی حال داسې بيان کړ.

هغه وايي: "اوس چې زه تاسو سره خبرې کوم، د اسلام‌اباد په چته بختاور سیمه کې د نیولو عملیات روان دي، دوی کور په کور له خلکو پوښتنې کوي او خلک نیسي، دوی نه پوښتنه کوي چې اسناد لري که نه؟" دوی دا د څو روپیو لپاره کوي."

د ازادي راډيو د مشال څانګې خبريال طاهر خان په خپله ایکسپاڼه کې د ځينو سرچينو په حواله ليکلي چې پوليسو د يکشنبې په ورځ د اسلام‌اباد په سبزي منډوي کې له دوو سوو زيات افغانان چې پر کار بوخت وو، نيولي، خو دا شمېره په رسمي ډول د کومې سرچينې له‌خوا نه‌ده تاييد شوې.

دې وضعیت هغه افغانان چې د ویزو موده یې پای ته رسېدلې، ډېر اندېښمن کړي دي.

د پاکستان په اسلام‌اباد کې پيکۍ عزيزي ازادي راډيو ته وويل: "نيول ډېر جدي شوي دي. دا چې ويزه نه‌لرم، موږ هره شېبه ډارېږو. زه غواړم چې ويزه ترلاسه کړم، خو ډېرې پيسې پرې لګېږي، نه پوهېږم چېموږ سره به څه کېږي، ډېره په اندېښنه کې يم."

پاکستاني پولیسو د هغو افغانانو د نیولو عملیات چټک کړي چې قانوني اسناد هم لري. 15.04.2023
پاکستاني پولیسو د هغو افغانانو د نیولو عملیات چټک کړي چې قانوني اسناد هم لري. 15.04.2023

مخکې له دې چې په اسلام‌اباد کې د نيولو لړۍ چټکه شي، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د بې اسنادو افغانانو نيول زيات شوي وو.

نجيبه چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کډوالۍ د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره ژوند کوي ازادي راډيو ته يې وويل: "پولیس هره ورځ زموږ په سیمه کې ګزمې کوي. زه ډېره وېره لرم ځکه چې زما د ويزې موده مې ختمه شوې ده. کېدای شي زما کورنۍ او زه د پولیسو له‌خوا ونیول شو، یا به دوی موږ بېرته ديپورټ کړي او یا به موږ زندان ته ولیږي. هيڅوک نه‌شته چې له موږ ملاتړ وکړي."

تېره اوونۍ د پاکستان سرپرست لومړي وزير انورالحق کاکړ اعلان وکړ چې اسلام‌اباد د هغو افغان کډوالو د نيولو لپاره ګام اخيستی چې له قانوني ويزو پرته په دغه هېواد کې ژوند کوي.

د افغانانو د نيولو لړۍ په لومړي ځل د پاکستان له کراچۍ ښار پيل شوه.

په پاکستان کې د افغان بندیانو مدافع وکیلې منزه کاکړ د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې په تېره یوه اوونۍ کې ۵۴۵ افغانان د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

بل‌خوا د جريمې په نوم يوه لايحه په ځینو واټسپ ګروپونو کې لاس په لاس کېږي او ویل کېږي چې د پاکستان د حکومت له‌خوا د هغو افغانانو لپاره چمتو شوې ده چې د ويزې موده يې پای ته رسېدلي وي.

ياده لايحه چې پاکستان کې د افغان کډوالو شورا يې خپرول تاييد کړي، په‌کې ویل شوي، د هغو کسانو چې د د ويزو پای ته رسېدو موده يې، له دوو اونیو تر یوې میاشتې پورې وي ۵۰ ډالره، تر درېیو میاشتو پورې ۲۰۰ ډالره او د یوه کال لپاره ۴۰۰ ډالره ده، جريمه کېږي.

د دې لایحې په وروستۍ برخه کې ویل شوي، هغه کسان چې د پاکستان له هوايي ډګرونو د وتلو پر مهال په خپلو اسنادو کې ستونزه ولري، ۸۰۰ ډالره جریمه کېږي.

خو د پاکستان حکومت تر اوسه د قانوني اسنادو سره سره د افغانانو د نیول کېدو او د دې لایحه کې به رسمي ډول څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG