د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

په ۲۰۲۱ کال کې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د پېښې په تړاو د څېړنو هدف څه دی؟


د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د ۲۰۲۱ کال د اګست په شپږویشتمه د شوې ځان وژونکې برید له کبله ۱۸۳ کسان وژل شوي وو.
د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د ۲۰۲۱ کال د اګست په شپږویشتمه د شوې ځان وژونکې برید له کبله ۱۸۳ کسان وژل شوي وو.

ګارډین:

برتانوۍ ورځپاڼه ګارډین لیکي چې د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزارت له یو شمیر پوځیانو سره په دې اړه مرکې کوي چې څرنګه د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې د کابل په هوایي ډګر کې ځان‌وژونکی برید وشو.

ورځپاڼه لیکي، انتقاد کوونکي په دې نظر دي چې دا برید چې یوسل او درې اتیا کسان په‌کې ووژل شول د مخنیوي وړ و.

ګارډین وړاندې څرګندوي چې د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني غواړي چې له شاوخوا ۲۴ پوځیانو سره چې د چاودنې پرمهال د کابل په هوایي ډګر کې وو، مرکې وکړي.

د دې مرکو امر د امریکا د مرکزي قومانداني د مشر جنرال ایریک کوریلا له لوري وروسته تر دې وشو چې په دې حمله کې یوه ټپي شوي عسکر وویل چې کله هم په دې اړه له ده چا پوښتنه ونه کړه او دا امکان و چې د دې برید مخه ونیول شي.

ګارډين زیاتوي چې دا مرکې د دې لپاره کېږي چې له دې سرتېرو نوي څه ترلاسه شي او د همدې مسئلې په تړاو د پخوانیو شویو مرکو سربېره دا کسان نوې خبرې وکړي.

ورځپاڼه د چارواکو په وینا لیکي چې د دې نویو تحقیقاتو پرېکړه د دې خونړۍ حملې په اړه نه ده چې څه باندې دوه کاله پرې اوښتي، دا پوښتنې ګروېږنې غالباً د هغو انتقادونو لپاره کېږي چې جمهوري غوښتونکو په کانګرس کې مطرح کړي او وایي چې د ولسمشر بایډن حکومت هم د امریکایي پوځيانو د وتلو بهیر ګډوډ کړ او هم یې د ځانمرګي برید په ارتباط د تحقیقاتو بهیر ګډوډ کړ.

واشنګټن ایګزماینر:

واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې هم همدا موضوع په یوه مقاله کې رااخیستې ده.

دا خپرونه لیکي چې د امریکا دفاع وزارت غواړي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر بشپړ وتلو څلور ورځې مخکې د کابل په هوایي ډګر کې د چاودنې په تړاو یو شمېر عیني شاهدان راوغږوي.

د ۲۰۲۱م کال د اګست د شپږ ویشتمې نېټې د ځان مرګي برید پر مهال د ورځپاڼې په باور د وژل شویو ترڅنګ په لسګونو امریکایي پوځيان ټپيان شوي هم دي چې له هغوی سره تر اوسه سمې خبرې نه دې شوي ځکه چې د ځینو صحت ښه نه و.

یو شمېر انتقاد کوونکي وایي چې امریکایي پوځیانو بې غوري کړې ده که نه د دې چاودنې مخه به نیول شوې وه.

واشنګټن ایګزماینر د امریکایي پوځي چارواکو په وینا لیکلي چې د دې مرکو هدف دا دی چې د دې پېښې په اړه نوې اطلاعات ترلاسه کړو او مسئله یو مخ روښانه شي.

پولیټیکو:

د امریکا بلې خپرونې پولیټیکو د همدې چاودنې په ارتباط د خپرې کړې مقالې په پيل کې لیکلي چې کله د بهرنیو چارو د وزارت له یوه پخواني چارواکي په کانګرس کې د بندو دروازو تر شا په غونډه کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په ارتباط پوښتنه وشوه، ده ښکاره وویل چې دا بهیر بریالی نه و.

د ورځپاڼې په باور دا خبره د ولسمشر بایډن حکومت ته مستقیماً یو ډول خبرداری ګڼل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG