د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل شرموونکې پېښه وبلل شوه


د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور - August 26, 2021
د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور - August 26, 2021

باسټن هرالډ:

د امریکا له متحدو ایالتونو خپرېدونکې ورځپاڼې باسټن هرالډ پرون په یوه مطلب کې د افغانستان موضوع ته اشاره کړې ده او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یې شرموونکې پېښه بللې ده.

د مقالې لیکوال زیاتوي، هغه مختصر سند چې د بایډن د ملي امنیت شورا برابر کړی، له افغانستان په ګډوډ حالت کې د وتلو پړه پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اچول شوې ده.

خو د باسټن هرالډ د مقالې لیکوال، د ده په ټکو د دې ناکامه وتلو ملامتي پر اوسني ولسمشر جو بایډن اچوي او زیاتوي، هغه د ۸۰ میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت وسلې، مهمات او نقلیه وسایط په افغانستان کې پرېښودل.

د لیکوال په وینا، امریکايي پوځیان بې له دې چې خپل افغان متحدان خبر کړي، دشپې په نیمايي کې له بګرام هوايي اډې ووتل.

لیکوال وروسته اشاره کوي، چې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه په منظم ډول د وتلو په اړه یو تفصیلي پلان له مشخصو معیارونو سره چې طالبان هم ورته پابند وي، برابر کړی و، چې د نه رعایت په صورت کې د وتلو دا پروسه درېدلای شوای.

د مقالې په دوام راغلي، خو د ټرمپ دغه پلان د بایډن له خوا ایسته واچول شو.

د سمندري ځواکونو پخواني ضابط وارګاس اندرویس د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته له افغانستانه د وتلو په باب وویل، دا یوه غمیزه او د شفافیت د نه موجودیت نه توجېه کېدونکی مورد و.

د امریکا د متحدو ایالتونو او نورو متحدانو ځواکونه تر شل کلن پوځي ماموریت وروسته د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په پای کې داسې وخت له افغانستانه ووتل چې طالبانو تر هغه دوې اوونۍ مخکې پر کابل ولکه ټینګه کړې وه.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي دفاع کړې ده.

اکانومیک ټایمز:

له هنده خپرېدونکې ورځپاڼې ایکانومیک ټایمز د افغانستان پر کانونو د چین د پانګونې پر لېوالتیا مفصله لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د چین ګوچین کمپنۍ دې ته لېوالتیا ښوولې چې د افغانستان د لیتیوم پر زېرمو ۱۰ ملیارده امریکايي ډالره پانګونه وکړي.

د اکانومیک ټایمز په لیکنه، له افغانستانه د امریکا تر وتلو وروسته طالبان چین ته د اقتصادي پانګونې د یوه بالقوه سرچینې په سترګه ګوري.

ورځپاڼې د خامه پريس په حواله لیکلي، د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور د چین د دې کمپنۍ له استازو سره په کابل کې تر کتنې وروسته ویلي چې د چین پانګونه به په افغانستان کې ۱۲۰زره مستقیمو او یو میلیون غیرمستقیمو کارونو ته زمینه برابره کړي.

اکانومیک ټایمز زیاتوي، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د چین ګوچین کمپنۍ هم پېشنهاد کړی چې د سالنګ تونل به په اوو میاشتو کې بیارغوي او یو بل تونل به باسي.

د مطلب په دوام راغلي چې د چین دغه شرکت ویلي دغه لیتیوم به په افغانستان کې دننه پروسس کېږي او د دې کار لپاره به د برېښنا د تولید یو بند جوړوي، دغه راز به د کونړ او لغمان لویې لارې پخې کړي.

له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، چین د اقتصادي اړیکو له لارې په افغانستان کې له اوسنۍ حاکمې ادارې سره خپل نفوذ زیات کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG