د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

د افغانستان او پاکستان لومړۍ لوبه؛ افغان لوبډلمشر: لوبغاړي مو پوره چمتووالی لري


د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور
د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور

نن د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي ټیمونه خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کوي.

دا لوبه د سریلانکا په همبنتوتا ښار کې له غرمې وروسته پيلېږي.

د سریلانکا همبنتوتا ښار د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي ټيمونو د درېیو یو ورځنیو لوبو کوربه دی.

لومړۍ لوبه به د افغانستان په وخت د ماسپيښن دوه بجې پيلېږي.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په یوه پیغام کې چې کرکټ بورډ خپور کړی ډاډ څرګندوي چې لوبغاړي یې پوره چمتووالی لري او د سیریز د ګټلو هڅه کوي.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم لوبډلمشر حشمت الله شهیدي
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم لوبډلمشر حشمت الله شهیدي

شهیدي وویل: "موږ پوره تیاری نیولی دی. له تېرو یوولسو ورځو نه موږ همبنتوتا کې یو همدې میدان کې چې موږ لوبې مخکې لرو. انشاالله لوبغاړي ټول له رواني او جسمي پلوه اماده دي. مورال هم لوړ دی. ځکه وروستی یو ورځنی لوبو سیریز مو له بنګله‌دېشه د هغوی په خاوره کې وګاټه. نو همداسې به هڅه کوو چې دا سیریز هم موږ وګټو."

حشمت الله شهیدي وروسته د پاکستان له کپټان بابر اعظم سره په ګډ خبري کنفرانس کې هم وویل چې له پاکستان سره دا سیریز به د افغان ټيم لپاره ښه چانس په لاس ورکړي چې اسیا کپ او نړیوال جام ته لوبغاړي غوره کړي.

په دې خبري کنفرانس کې بابر اعظم هم د خپل ټیم له چمتووالي ډاډ څرګند کړ.

اعظم د افغان ټیم ورو بالران وستایل او زیاته یې کړه: "ټولو ته معلومه ده چې هغوی د ورو توپ اچونې په برخه کې ډېر غښتلي لوبغاړي لري او ورځ تر بلې په کرکټ کې پرمختګ کوي. نو موږ هم دې سیریز او بیا راتلونکو لوبو ته چې اسیا کپ دی ډېر لېواله یوو. لنډ سیریز دی خو موږ سره به مرسته وکړي ځکه اسیا کپ هم دلته دی. انشاالله چې ښه سیریز به وي."

د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي ټیم لوبډلمشرانو د درېیو یو ورځنیو لوبو د دې سیریز لپاره له ټاکلي جامه هم پرده پورته کړه.

دا جام یا ټرافي چې د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت جوړ شوی پاسنۍ برخه یې د کرکټ د بال په څېر د افغاني لاجوردو، تنه یې د هلمند له رخام ډبرو او لاندې برخه یې له کونړي لرګیو ساز شوې ده.

له پاکستان سره په تېر شل اوریز جام کې هم د افغانستان کرکټ بورډ یوه وړه افغاني غالۍ د جام یا ټرافۍ په توګه وړاندې کړې وه چې افغان لوبغاړو د سیریز په ګټلو بېرته کور ته راوړه.

د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي ټیم لوبډلمشرانو د درېیو یو ورځنیو لوبو د دې سیریز لپاره له ټاکلي جامه هم پرده پورته کړه.
د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي ټیم لوبډلمشرانو د درېیو یو ورځنیو لوبو د دې سیریز لپاره له ټاکلي جامه هم پرده پورته کړه.

افغانستان او پاکستان تر دې دمه په ۲۰۱۲،۲۰۱۴،۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کې څلور یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي چې ټولې یې پاکستان ګټلي دي.

افغان لوبډلې بیا څه وخت مخکې له پاکستانه په شل اوریزو لوبو کې یو سیریز دوه پر یو ګټلی و.

له پاکستان سره په دغه سیریز کې د افغانستان لوبډلمشري حشمت الله شهیدي کوي او تر څنګ یې مشهوره او با تجربه لوبغاړي راشدخان، محمدنبي، نجیب الله ځدراڼ، رحمت شاه هم شته.

افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

ځوانو لوبغاړو رحمن الله ګربز، فضل حق فاروقي، مجیب الرحمن، نوراحمد، عبدالرحمن، سلیم ساپی او وفادار مومند ته هم په لوبډله کې ځای ورکړل شوی.

د پاکستان کرکټ بورډ دا وار له افغان ټیم سره د لوبو لپاره خپل مخکښ او تکړه لوبغاړي شامل کړي چې لوبډلمشري یې بابر اعظم کوي.

تر څنګ شاداب خان، محمد رضوان، شاهین شاه افریدي، امام الحق، محمد حارث او نسیم شاه د یادولو دي.

افغانستان او پاکستان به تر نننۍ لوبې وروسته دویمه لوبه د اګست په ۲۴ د پنجشنبې په ورځ او وروستۍ لوبه د اګست په شپږویشتمه راتلونکې شنبه په پلازمېنه کولمبو کې ترسره کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG