د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډلې په سریلانکا کې تمرینات پیل کړي


په سریلانکا کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو انځور
په سریلانکا کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو انځور
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته په سریلانکا کې تمریناتي کمپ پیل کړی دی.
کرکټ بورډ په خپلو ټولنیزو پاڼو کې لیکلي، چې د دې تمریناتي کمپ په جریان کې تر ډېره پورې د سریلانکا په کنډیشن او اب او هوا کې د لوبو په څرنګوالي کار کېږي.
دغه راز ویل کیږي، چې د لوبغاړو په فزیکي تکړښت او نورو لوبیزو تخنیکونو هم د روزونکو له لوري کار پیل شوی دی.
د کرکټ بورډ ادارې چارواکو په بیلابیلو رسنیزو کنفرانسونو کې ویلي وو، غواړي د دې لوبلړیو په ترڅ کې خپله لوبډله راتلونکي اسیا او نړیوال جام ته بشپړه چمتو کړي.
XS
SM
MD
LG