د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

د افغانستان کرکت بورډ د پاکستان پر وړاندې سیالیو ته لوبډله اعلان کړه


د افغانستان د کرکټ بورډ مرکزي دفتر
د افغانستان د کرکټ بورډ مرکزي دفتر
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن یکشنبه د پاکستان پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه.
ټاکل شوې، چې دواړه لوبډلې د اګست میاشتې په ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه د افغانستان په کوربتوب په سریلانکا هېواد کې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
په اعلان شوې لوبډله کې حشمت شهیدي لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام عليخېل، عظمت الله عمرزی، راشدخان، مجیب ځدراڼ، نوراحمد، فضل حق فاروقي، عبدالرحمن، سلیم ساپی او وفادار مومند شامل دي.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لوبډله کې فریدملک او شاهد کمال د احتیاطي لوبغاړو په توګه اعلان شوي چې له لوبډلې سره به سفر کوي.
د یادې لوبډلې په تړاو د کرکټ بورډ غوراوي کمیټې د مشر اسدالله خان له قوله ویل شوي:"زموږ ټول تمرکز د ۲۰۲۳ کال اسیا جام او نړیوال جامونو ته د لوبډلې پر بشپړ چمتوو کولو دی نو د پاکستان پر وړاندې یادې سیالۍ به دغو جامونو ته د بشپړ چمتووالي په برخه کې ډېر غوره رول ولوبوي."
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د یادو سیالیو لپاره په کابل کې هم پوره تمریناتي کمپ ترسره شوی دی او تر سیالیو وړاندې به په سریلانکا کې هم د بشپړ چمتوالي کمپ پیل شي.
د ویلو ده چې په لومړي ځل به دواړه هېوادونه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کوي، او تر دې وړاندې د شل اوریزو سیالیو په لومړنۍ لوبلړۍ کې افغانستان دوه د یو پر وړاندې پاکستان ته ماتې ورکړې وه.
XS
SM
MD
LG