د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د همیشه بهار تلوېزیون رییس: طالبان مو بیا تلوېزیون ته ننوتي، ډبول او کنځلې یې کړي


په افغانستان کې د یوې خصوصي راډیو سټوډیو
په افغانستان کې د یوې خصوصي راډیو سټوډیو

په ننګرهار کې د همیشه بهار په نوم د راډیو تلوېزیون مسوولان ادعا کوي چې د دوشنبې په ورځ دوه بجې د دوی دفتر ته طالبان په زوره ورننوتي، چوکي دار یې وهلي او کارکوونکو ته یې سپکې سپورې ویلي دي.

د همیشه بهار راډیو تلوېزیون رییس اتل خان ستانکزی ادعا کوي چې د طالبانو لخوا خبریالانو او رسنیو ته د ګواښونو په دوام د دوی کارکوونکي یو ځل بیا ګواښل شوي، سپکې سپورې ورته ویل شوې او وهل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې د جمهوریت له سقوط وروسته دا دویم ځل دی چې دی خپله او کارکوونکي یې د طالبانو لخوا ګواښل کېږي او بندي کېږي.

ستانکزي ازادي راډیو ته وویل: "پرون زموږ دفتر ته راغلل ، ټولو ته یې کنځلې وکړې، اخ او ډب یې شروع کړ، ښځینه ژورنالیستانې چې ناستې وې، هغو ته یې ډېرې بدې خبرې وکړې، ورته ویل یې چې د تاسو کالي مناسب نه دي. بیا د امربالمعروف کسان راغلل، وروسته د امنیت ملي کسان راغلل، تحقیق یې کاوه چې تاسو ولې دلته ورکشاپ شروع کړی دی."

نوموړی وايي، په زوره دفتر ته راځي، سپکاوی او وهل کوي، بیا وایي چې تاسو به رسنیو سره په دې هکله خبرې نه کوئ.

هغه زیاتوي: "همدا اوس هم له اطلاعاتو او فرهنګ نه، له امنیت ملي نه موږ ته زنګ راځي، وایي چې تاسو ولې له خبریالانو سره دا موضوع شریکه کړې، ولې مو ویلي چې موږ وهل شوي یو، تاسو ووایئ چې دا یوه حقوقي موضوع وه. له موږ نه غواړي چې داسې یو څه ووایو."

د ستانکزي په خبره دولس کاله وړاندې یې راډیو، پنځه کاله مخکې یې تلوېزیون او د ژورنالیزم په برخه کې ورکشاپونه په خپل مالي لګښت پیل کړل.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی نن د اسد په لسمه په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر همیشه بهار راډیو تلوېزیون د طالبانو د امنیتي ځواکونو یرغل د بیان پر ازادۍ فشار دی.

د یادې ادارې مشر ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل: "د همیشه بهار راډیو تلوېزیون له مسوولانو او کارکوونکو سره یې غیر اصولي چلند کړی دی، پر ښوونیزو خپرونو یې محدویت لګولی. موږ د دې غوښتونکی یو چې په ننګرهار کې امنیتي ځواکونه د داسې کړنو په هکله وضاحت ورکړي، دا ډول کړنې پر رسنیو باندې فشار دی، او د بیان ازدي ته زیان رسوي."

د ازادي راډیو خبریال د همیشه بهار راډیو تلوېزیون ته د طالبانو ورتګ او د کارکوونکو د وېرولو او وهلو موضوع د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو او نشراتو د څار له رییس عبدالواحد ریان سره شریکه کړه، خو نوموړی په دې اړه له څه ویلو څخه ډډه وکړه.

د یادونې ده چې مخکې له دی هم د یو شمېر رسنیو دفترونو ته د طالب ځواکونو د ننوتلو او کارکوونکو سره د ناسم چلند په اړه راپورونه خپاره شوي وه.

یو شمېر خبریالانو او رسنیزو کارکوونکي ان نیول شوي او بندیان شوي چې ځینې یې بېرته خوشې شوي، خو یو شمېر لا هم بندیان دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی د معلوماتو له مخې دا مهال درې خبریالان، افغان الاصله فرانسوی مرتضی بهبودي، خلیل بنا او نصرت مهدي لا هم د طالبانو په بند کې دي چې د یادې ادارې په خبره، د دوی له خوا یې د خوشې کېدو هڅې روانې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG