د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

د پاملرنې موسسه: په افغانستان کې روغتيايي خدمات مخ په خرابېدو دي


ارشیف: د هرات ولایت په روغتون کې د نسايي او ولادي څانګې یوه څنډه
ارشیف: د هرات ولایت په روغتون کې د نسايي او ولادي څانګې یوه څنډه

د پاملرنې نړیواله موسسه وايي، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو له بندیز سره په دغه هېواد کې روغتیايي خدمات مخ په خرابېدو دي.

دغه بنسټ په یوه نوي راپور کې ویلي چې دا کار به په راتلونکي کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو پر لاسرسي هم منفي اغېز وکړي او په افغانستان کې به د نرسانو، قابله ګانو او د ښځینه‌وو د تغذيې مشاورینو شمېر کم شي.

د پاملرنې نړیواله موسسه وايي، د ښځو لپاره له لازمو او کافي روغتیايي زده کړو پرته به افغانستان روزل شوي روغتیايي کارکوونکي ونه لري.

د یادې موسسې په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې له فرهنګي پلوه مېرمنې د خپلې درملنې لپاره ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته اړتیا لري، ځکه د دغه موسسې په خبر دا کار سړي نه شي ترسره کولی.

راپور زیاتوي، اوسمهال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ښځې روغتیايي مرکزونو ته د لاسرسي او په ځانګړې توګه یوه روغتیايي مرکز ته د ټرانسپورټ، د درملو او د ناروغانو د اکمالاتو لپاره د پیسو ورکولو ته اړې او له دې ستونزې سره مخ دي.

په همدې حال کې د افغانستان د ښځینه نرسانو او قابله ګانو شورا وايي، که څه هم اوسمهال د نرسنګ او قابله ګۍ په برخه کې د ښځو لپاره روزنیز پروګرامونه روان دي، خو که په راتلونکو څو کلونو کې نجونې ښوونځیو ته لاړې نه شي، د افغانستان لیرې پرتې سیمې به د نرسانو او قابله ګانو له کمښت سره مخ شي.

د دې شورا اجرایوي مسوولې هیلې غرشین ازادي راډيو ته وویل: "که د ښوونځیو پیل کې ځنډ راشي او پیل نه شي، ښایي په راتلونکي کې موږ د نرسانو له کمښت سره مخ شو. د قابله ګانو کمښت او د نفوس ډېروالی ښايي د دې لامل شي چې په لرې پرتو سیمو کې د میندو او د ماشومانو د مړینې کچه د ۲۰۰۰کال په څېر چې فوق العاده لوړه وه؛ مخامخ شو."

د اغلې غرشین په خبره د میندو تر څنګ د قابله ګانو شتون هم حتمي دی.

په ورته وخت کې یو شمېر هغه نجونې چې له زده کړو لرې پاتې دي او غوښتل یې راتلونکې کې ډاکترانې شي، ازادي راډيو ته وویل، د ښوونځیو په تړلو سره یې هیلې نیمګړې پاتې دي.

د لسم ټولګی زده کوونکې او د پلازمېنې کابل اوسېدونکې زهرا محمدي ازادي راډيو ته وویل: "ما ِغوښتل په راتلونکي کې داکټره شم، خو د ښوونځيو تړل سره د علم او د پوهې دروازې پر ما وتړل شوې، نور زه هيڅ هیله نه لرم، ځکه هیلې مې راته ارزښت نه لري، زه د کور په څلور دېوالونو کې بنده یمه، ښځې نه شي کولای چې کار وکړي، زده کړې وکړي، موږ د بد روحي حالت سره مخامخ یو، موږ هیله منې یو چې د کار او د زده کړو دروازې دې زموږ پر مخ خلاصې شي، څو نور زموږ د هېواد مېرمنې خپل د حقونود ترلاسه کولو هیلې ونه لري."

په فراه کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.
په فراه کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د زده کړو دروازې وتړلې.

دغه شان یې د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستیو کې دوی له لوړو زده کړو راوګرځولې او په دولتي او غیردولتي ادارو کې یې د مېرمنو پر کار بندیز هم ولګاوه.

اوسمهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نجونې او ښځې، تفریحي پارکونو، عمومي حمامونو، ورزشي کلبونو ته د تګ او د اوږد واټن سفر کولو حق نه لري.

که څه هم د طالبانو دا کړنې پر کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي، خو د ښځو په وړاندې يې د دوی په پالیسو کې کوم بدلون نه دی راوستي.

د طالبانو حکومت ویلي چې دوی ښځو ته د اسلامي شریعت له مخې حقوق ورکړي دي، خو د نړۍ ګڼ دیني عالمان زده کړه او کار د مېرمنو حق ګڼي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG