د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

د شیعه علماوو شورا: د طالبانو حکومت دې له محدودیت پرته د محرم مراسمو امنیت ونیسي


د شیعه علماوو د شورا د دارالانشا رئیس سید حسین عالمي بلخي - پخوانی انځور
د شیعه علماوو د شورا د دارالانشا رئیس سید حسین عالمي بلخي - پخوانی انځور

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا، د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې له کوم محدودیت پرته د محرم د مراسمو امنیت خوندي کړي.

د دغې شورا د دارالانشا رییس سید حسین عالمي بلخي نن ازادي راډیو ته وویل، طالبانو له دوی غوښتي، چې د را ټولیدو مرکزونه راکم کړي.

ښاغلي بلخي وویل: " دوی وايي کوم مرکزونه چې هلته مراسم نیول کېږي لکه په لویو ښارونو کابل، مزاراو هرات کې محدود دې شي، ځکه دوی وايي، چې مرکزونه ډېر وي موږ یې امنیت نه شو نیولی، د عالمانو شورا له اسلامي امارت څخه غواړي چې له محدودیت پرته امنیت ټینګ کړي."

نوموړی وايي، د طالبانو د حکومت له خوا دا محدودیت اوس راکم شوی خو د بشپړ لیرې کېدلو لپاره یې مشورتي غونډې روانې دی.

د یادونې ده چې پرون د جنګاش په ۳۱ مه د شعیه عالمانو شورا په یو کنفرانس کې هم د دې محدودیت د لیرې کېدو غوښتنه کړې وه.

د محرم د ۲۰۲۱ کال مراسم او د طالبانو ځواکونه
د محرم د ۲۰۲۱ کال مراسم او د طالبانو ځواکونه

تېره اوونۍ د طالبانو حکومت یوه اعلامیه کې وویل، د محرم مراسم به له هر ډول محدودیت پرته تر سره شي، خو د جنګاښ په ۲۸ نېټه یې ویاند ویاند ذبیح‌الله مجاهد خبر ورکړ چې امنیتي تدابیرو له امله لویې غونډې او ډله‌ییز ګرځېدل، راګرځېدل محدود دي.

د یادونې ده، چې د محرم میاشتې له لومړۍ تر لسمې نېتې یانې د عاشورا تر ورځې افغان شیعه مسلمانان دا ورځې په لویو راټولېدنو سره نمانځي او خپل مذهبي مراسم په کې تر سره کوي.

د جمهوريت پر مهال به دوی له موټرو او موټرو سایکلونو سره ښارونو ته راوتل، نعتونه به یې غږول، تور بېرغونه به یې له ځانه سره لېږدول او په بېلابېلو محلونو کې به یې هم په خلکو خواږه وېشل.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې چې د ثبت کره نېټه یې معلومه نه‌ده خپرې شوي او په کې ادعا کېږي چې طالبان په مزار شریف او کابل کې د شیعه وګړو له‌خوا د تورو بیرغونو د لګولو مخه نیسي.

د طالبانو حکومت رسمآد دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

د محرم په مراسمو کې د طالبانو حکومت له‌خوا د محدودیت وضع کولو پرېکړې، بېلابېل غبرګونونه را پورته کړي دي.

د طالبانو یوې مخالفې ډلې د افغانستان د ازادۍ جبهې، نن سهار په یوه اعلامیه کې د طالبان دا عمل مذهبي نفاق ته لمن وهل بللي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې لوګو
د افغانستان د ازادۍ جبهې لوګو

د طالبانو یوې مخالفې ډلې د افغانستان د ازادۍ جبهې، نن سهار په یوه اعلامیه کې د طالبان دا عمل مذهبي نفاق ته لمن وهل بللي.

د ازادۍ جبهې په اعلامیه کې زیاته شوې"طالبانو د یوې داسې ډلې په توګه چې د خلکو ملاتړ نه‌لري، غواړي په افغان ټولنه کې مذهبي زغم له‌منځه یوسي او ټولنه له اسلام څخه د طالبانو افراطي افکارو روایت ته سوق کړي. "

د ازادۍ جبهې په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي چې د کربلا پاڅون پر باطل د حق او د ظلم پر وړاندې د عدالت سمبول دی او د طالبانو حکومت ځکه خلک د محرم مراسمو ته نه پرېږدي، چې د دې جبهې له قوله، د هغوی په منځ کې د ظلم پر وړاندې د درېدو له روحیې وېرېږي.

د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد مو د ازادۍ جبهې د څرګندونو په اړه د دوی غبرګون وغوښت، خو ځواب یې را نه کړ.

عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور
عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسیون چې له افغانستانه د باندې اوسېږي، د محرم پر مراسمو د طالبانو د حکومت محدودیتونه غندي او زیاتوي، دا ښيي چې طالبان نه‌دي بدل شوي.

د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه ادعا کړې، چې طالبانو له ټولو هغو سیمو چې اهل تشیع په کې مېشت دي، د وېر په مناسبت لګول شوي بیرغونه ټول کړي دي.

د جمعیت اسلامي د جلا شوې څانګې مشر عطامحمد نور بیا د طالبانو دا کړنه مذهبي نفاق ته لمن وهل بللي او زیاتوي، په مذهبي مراسمو محدودیت لګول، تعصب، جبر او انحصاري فکر دی.

د جمهوري نظام پر مهال په افغانستان کې د امنیتي ستونزو سره بیا هم، د محرم په مراسمو کوم جدي بندیز نه ولګول شوی او ترڅنګ یې د هغه مهال چارواکو هم په کې ګډون کاوه.

د افغانستان د تحلیګرانو شبکې په ۲۰۱۷ کال په یوه راپور کې ویلي، له ۲۰۱۱ کال راهیسې نږدې هره عاشورا په افغانستان کې د شیعه ګانو په غونډو ترهګریز بریدونه شوي دي، خو شبکه دا هم وايي، چې له عاشورا پرته هم په تېروو دوو کلونو کې د داعش ډلې خراسان څانګې په دغه هیواد کې شیعه مسلمانان په نښه کړي دي.

نن د محرم الحرام میاشتې پنځمه نېټه ده او په افغانستان کې د دې میاشتې لومړنۍ لس ورځې د شیعه مذهبو له لوري تر ډېره د وېر او په بېلابېلو نورو ځانګړو مذهبي مراسمو نمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG