د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

ترکي پانګوالو ته د ملا برادر ادعا؛ ټول افغانستان امن دی، پانګونه پکې وکړئ!


د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند
د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند

د طالبانو د حکومت په یوه اعلامیه کې د ملا برادر په حواله راغلي، چې حکومت یې د کانونو، کرنې، برېښنا، زیربنا، صنعت، مخابراتو، سوداګرۍ او نورو برخو کې د پانګونې لپاره اسانتیاوې برابروي او له پانګوالو څخه به هر راز ملاتړ کوي.

ملا عبدالغني برادر په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ د بورډ له مشر نایل اولپیک سره کتلي. په دې غونډه کې د افغانستان او ترکیې د سوداګرۍ د شورا غړیو او یو شمېر سوداګرو هم حضور درلود.

ملا برادر ادعا کړې، چې اوسمهال په ټول افغانستان کې امنیت تامین شوی دی.

په دې ناسته کې پر اقتصادي او سوداګریزو مسایلو سربېره د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.

د طالبانو د حکومت د اعلامیې په اساس چې د ریاست الوزرا د مرستیال دفتر په خپل ایکس شبکه ( پخواني ټوېټر) خپور کړی راغلي، چې د ناستې د ګډون کوونکو شرکتونو استازو، چې ډیری یې په افغانستان کې د پانګونې مخینه او کاري تجربه لري، په افغانستان کې له پانګونې سره خپله پوره لېوالتیا څرګنده کړه.

انځور له ارشیف څخه: د طالبانو ځایي چارواکي په هرات کې د ترکیې د بشري مرستو د هرکلي پر مهال. د ۲۰۲۲ فبروري
انځور له ارشیف څخه: د طالبانو ځایي چارواکي په هرات کې د ترکیې د بشري مرستو د هرکلي پر مهال. د ۲۰۲۲ فبروري

د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ (DEIK) د ترکیې یوه غیر دولتي اداره ده چې په ۱۹۸۵ کې تاسیس شوې او په ۱۵۲ هیوادونو کې د پانګوونې په بیلابیلو سکتورونو کې تجربه لري.

د دغه بورډ مشر نایل اولپیک هم په یوه بیان کې خوښي ښودلې، چې له ملا برادر او د هغه له مل ټيم سره یې کتلي.

هغه هیله ښودلې چې د افغانستان او ترکیې د سوداګرۍ د شورا له لارې د دواړو هېوادونو تجارتي اړیکې لا پسې پیاوړې شي.

ملا برادر یوه ورځ وړاندې (پنجشنبه) د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره هم کتلي او د سوداګرۍ، سیمه ییز اتصال او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا یې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې سوداګرۍ خونې پر جوړېدو، د هوايي دهلېز پر جوړولو، په افغانستان کې د ترکي پانګوالو د لا زیاتې پانګونې او افغانانو ته د ویزو په ورکولو کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه هم ټینګار شوی.

د طالبانو د حکومت د بیان له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ملا بردار ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او په افغانستان کې د پانګونې د هڅولو په اړه ډاډ ورکړ.

که څه هم ترکیې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو په استانبول کې یې د افغانستان قنسولګري د طالبانو حکومت ته سپارلې ده.

ترکیه د دې تر څنګ چې له طالبانو سره اړیکې لري او څو واره یې د طالبانو د پلاویو کوربه توب کړی د طالبانو د حکومت د ځینو سیاسي مخالفینو کوربه هم ده.

XS
SM
MD
LG