د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

انډیپنډینټ: واک ته د طالبانو په بیا ستنېدو د ولسي مرګژوبلې کچه زیاته شوې


د کابل په دارالامان سړک د شوې چاودنې وروسته د سیمې وضعیت. 22.04.2022
د کابل په دارالامان سړک د شوې چاودنې وروسته د سیمې وضعیت. 22.04.2022

انډیپنډینټ:

د انډیپنډینټ ورځپاڼې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما پر هغه راپور لیکنه کړې، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې د تاوتریخوالي په پېښو کې د ولسي مرګژوبلې په اړه خپور کړی دی.

ورځپاڼې د دې راپور په حواله ویلي، د ۲۰۲۱ م کال د اګست له نیمايي څخه د ۲۰۲۳م کال تر مې میاشتې پورې افغانستان کې ۳۷۷۴ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورځپاڼه کې راغلي، سره له دې چې د وژل شویو او ټپیانو شمېر څو زره کسانو ته رسېږي، خو د پخوا په مقایسه دا شمېر د پام وړ کموالی ښيي.

انډیپنډینټ بیا هم د دې راپور په حواله ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ډېر بریدونه د ګڼې ګوڼې په سیمو، عبادتځایونو، ښوونځیو او بازارونو کې شوي، چې په قربانیانو کې یې ۲۸۷ ماشومان او ۹۲ښځې هم شاملې دي.

د دې ډېرو بریدونو مسوولیت د داعش وسله والې ډلې منلی دی.

ورځپاڼه وړاندې وايي، واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته بریدونه کم شوي، خو په دې بریدونو کې د ولسي مرګژوبلې کچه زیاته شوې ده.

د ورځپاڼې په باور دا بریدونه داسې مهال شوي، چې افغانستان کې خلک له یو اقتصادي ناورین سره لاس او ګرېوان دي.

ملګرو ملتونو ویلي، داسې مهال چې د طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو سره افغانستان د بسپنه ورکوونکو د بسپنو له شدید کمي سره مخ دی، د تاوتریخوالي قربانیان د طالبانو د حکومت څخه د طبي، مالي او رواني ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.

ریلییف ویب انلاین:

د ریلییف ویب انلاین خپرونې، چې د ملګرو ملتونو اړوند ده، د افغانستان په کلیو او بانډو کې د خلکو د ژوند د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی دی.

په راپور کې ویل شوي، د بحران اصلي سبب، اقلیمي تاثیرات او د لسیزو جګړو او د حکومتولیو د ناکامیو اغېزې دي، چې کلیوالي ټولنې یې له کبله یو بادوامه ثبات ته نه شي رسېدلی.

په لیکنه وړاندې ویل شوي، چې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د روان کړکېچ په وړاندې د مبارزې لپاره بېړنۍ بشري مرستې د هواري لاره نه ده، بلکې اوږدمهالې لارې چارې او میکانېزمونه خپلول غواړي.

ریلییف ویب په داسې وخت د افغانستان په کلیو او بانډو کې د ژوند وضعیت ناوړه ګڼلی، چې د ملګرو ملتونو په وینا د ښځو پر کار بندیز اړو خلکو ته د مرستو رسولو بهیر نور هم ټکنی کړی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په افغانستان کې نژدې ۲۹ میلونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG