د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

افغانستان کې اقتصادي کړکېچ؛ د طالبانو حکومت: "اقتصادي مشورتي بورډ" جوړوو


یو شمېر افغانان راغلې بېوزلې بېسارې او خورا ځپونکې بولي- عکس له ارشیف څخه
یو شمېر افغانان راغلې بېوزلې بېسارې او خورا ځپونکې بولي- عکس له ارشیف څخه

په داسې حال کې چې افغانستان له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی، د طالبانو د حکومت اقتصادي کمېسیون، د شنبې په ورځ، د "افغانستان اقتصادي مشورتي بورډ" د طرحې تاييدولو خبر ورکړ.

د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو معاونیت، پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دغه بورډ کې به د پوهنتونونو استادان، اقتصاد پوهان او د سوداګرو او صنعتکارانو استازي ګډون ولري، خو دا نه ده څرګنده شوې، چې څوک به د دې بورډ مشري پر غاړه ولري او نور غړي به یې د کومو ادارو استازي وي.

د طالبانو حکومت د دې ادارې په خبره، د "افغانستان اقتصادي مشورتي بورډ" به په مهمو مسایلو کې لازمې مشورې ورکوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی د دغه بورډ جوړېدل په اقتصادي برخه کې یوه مهمه اړتیا بولي.

نوموړی وایي: "پخوا د جمهوریت په وخت کې موږ اقتصادي عالي شورا لرله چې خپله رییس جمهور هغه رهبري کوله. په هغې کې ټول اقتصادي مسایل، اقتصادي قوانین، اقتصادي پالیسۍ او د خصوصي سکتور پر ستونزو به بحث کیده او عملاً به حل کیدې. د اسلامي امارت په راتلو دا شورا په اقتصادي کمیسیون بدل شوی او په دې کې یواځې د امارت سکتوري وزیران ګډون کوي. چې خصوصي سکتور پکې نه و. نو دا یوه اړتیا وه چې د خصوصي سکتور او مشورتي بورد جوړ شي. "

په کابل کې د یوه پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد، عبدالحسیب صافی که څه هم په دغه بورډ کې د بېلابېلو څانګو د استازو د ګډون هرکلی کوي، خو وايي چې د کار د څرنګوالي په اړه به قضاوت کول، له وخته مخکې خبره وي.

صافی وایي: "دا چې د پوهنتون استادانو او سوداګرو ته به کومه برخه ورکړل شي یا نه، د دې پوښتنې ځواب ورکولو ته لا وخت شته، خو زما په اند دوی ته ونډه ورکول به له اسلامي امارت سره په اقتصادي چارو کې مرسته وکړي."

خو د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي په دې باور دی، چې که په دغه بورډ کې یوازې د یوې ډلې پرېکړې ته اهمیت ورکړل شي، نو افغانستان به د هېڅ اقتصادي پرمختګ شاهد نه وي.

اقتصادي شنونکی: اذرخش حافظي
اقتصادي شنونکی: اذرخش حافظي

حافظي زیاتوي: "دا کومه نوې تجربه نه ده، یوازې نوم یې توپیر لري، یوه خبره باید په پام کې ونیول شي چې که پریکړه بیا هم د دولت په لاس کې وي، دا به یو ډول تکرار وي. دا په دې مانا ده چې دا پخپله دولت دی او په دې کمیټه کې پریکړه کونکی هم خپله دولت دی، دا کوم بدلون نه راولي. که دوی د عالمانو او خصوصي متشبثینو چې د نظر او پوهې خاوندان دي، د نظریاتو کوربانه شي باید خبرې يې په سمه توګه واوریدل شي، داسې نه شي چې په یوې ځانګړې ډلې پورې محدود وي."

دا بورډ د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د اقتصادي عالي شورا سره ډیر ورته والی لري.

دا شورا په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال رامنځته شوه او تر ډېره یې مشري د مرستیالانو په غاړه وه، خو مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د دې شورا کارونه جدي کړل او پخپله یې د دې شورا مشري کوله.

د افغانستان د اقتصادي عالي شورا په جوړښت کې، خصوصي سکتور، د علومو اکاډمي او پوهنتونونو هم غړيتوب درلود او معمولاً یې په میاشت کې یو ځل غونډه کوله.

XS
SM
MD
LG