د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

یونېسف: د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا هېوادونه د ګرمې هوا له خطر سره مخ دي


په پاکستان کې د افغان کډوالو یو انځور
په پاکستان کې د افغان کډوالو یو انځور

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا هېوادونه د نړۍ د نورو سیمو په پرتله د ګرمې هوا له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف په وینا، د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا په هېوادونو کې ۴۶۰ میلیونه ماشومان چې ۷۶ سلنه کېږي د کال ۸۳ ورځې د تودوخې له ۳۵ درجو څخه پورته په ګرمه هوا کې ژوند کوي.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ دا شمېره د نړۍ په نورو هېوادونو کې ۳۲ سلنې ته رسېږي.

یونېسف دا هم لیکلي چې، په جنوبي اسیا کې په راتلونکو کلونو کې د تودوخې د شدت د بیا تکرار امکان شته او دا کار د اقلیم د بدلون له امله شوی دی.

په همدې حال کې یو شمېر افغانان د سختې ګرمۍ او له ناروغیو د خپلو ماشومانو د ژغورنې لپاره د کافي امکاناتو له نشتوالي اندېښمن دي.

د کابل اوسېدونکى جليل وايي چې د سږني کال سختې ګرمۍ يې وراره ناروغه کړی دی.

د هغه په وينا، د اسانتياو او منظمې برښنا نشتوالي د هغو کورنيو چې ماشومان لري، ستونزې يې نورې هم زياتې شوي دي.

هغه زیاته کړه: "په کابل کې برښنا ډېره کمه ده. له یوې خوا خلک اقتصادي توان نه‌لري، خپلو ماشومانو ته په سمه توګه خواړه نه‌شي برابرولی. دا مهال ډېری خلک بې‌کاره دي، دا یوه جدي اندېښنه ده. د بېلګې په توګه زما له تجربې، زما د ورور ماشوم چې اته میاشتې عمر لري، په دې ورځو کې يې تبه وه، کله چې موږ ډاکتر ته لاړو، هغه وویل چې دا د هوا د تودوخې له امله رامینځته شوې."

په بادغیس کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو سږ کال د ګرمې له کبله زده کوونکو ته رخصتي نه وه ورکړې.
په بادغیس کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو سږ کال د ګرمې له کبله زده کوونکو ته رخصتي نه وه ورکړې.

د کابل ښار يو بل اوسېدونکى او د درېيو ماشومانو پلار عزيز احمد وايي، په کور کې د يخولو وسايلو د نه لرلو ترڅنګ يې ماشومان هم په ښوونځيو کې د اسانتياوو د نشتوالي له امله سخته ګرمي زغمي.

هغه وویل: "سږکال د تودوخې درجه ډېره ده، زه نه پوهېږم چې ولې ښوونځي رخصت نه‌شول. زه دوه ماشومان لرم چې ښوونځي ته ځي. داسې ورځې هم راغلې چې هوا ډېره ګرمه وه، د ګرمۍ له امله مې ښوونځي ته ونه لېږل پرته له‌دې چې رخصت شوي."

د ماشومانو د ناروغۍ متخصص نجيب‌الله فيضان د يادو ستونزو، د اسانتياوو او د برېښنا نشتوالي ته په پام سره داسې لارې چارې په ګوته کوي چې د نوموړي په خبره، خلک کولاى شي په ترسره کېدو يې د هوا د ګرمېدو له امله خپل ماشومان له ګرمۍ او ناروغۍ وژغوري.

فیضان وویل: "د نویو زیږېدلو ماشومانو لومړنۍ ۲۸ ورځې تر یو کال، دوه کلنۍ او یا تر پنځه کلنۍ پورې ماشومتوب بلل کېږي. دا ماشومان سهار وختي له خوبه پاڅېږي او ماسپښین لږ وروسته پورته کېږي او هغه ماشومان چې تنکي ځوانان وي او ښوونځي ته ځي، د اوړي په موسم کې دې د سهار له لسو بجو څخه د مازدیګر تر پنځو بجو پورې باید د اړتیا پرته بهر نه وځي او دا ماشومان باید نرم کالي واغوندي، د طبیعي موادو څخه جامې جوړې کړي، د بېلګې په توګه، پنبه، کتان، او تل د اوبو بوتل ورسره ولرئ."

ياد ډاکتر همدا راز زیاته کړه، چې خلک باید د ډېر وخت لپاره خپل ماشومان په موټر کې دننه یا پخلنځي او نورو ګرمو ځایونو کې له ساتلو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې هوا یو څه ګرمه شوې ده.

تر دې وړاندې یو شمېر والدینو له ازادي راډيو سره په خبرو کې د اوړي په موسم کې د ښوونځيو پر نه رخصتېدو اندېېښنه ښودلې وه او ويلي يې وو چې د ګرمۍ له امله یې ماشومان په یو شمېر ناروغیو اخته کېږي.

XS
SM
MD
LG