د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي: د هوا په تودېدو سره د برښنا پرچاوي ډېره شوې


د کابل اوسېدونکي وايي، د برښنا پرچاوي زیاته شوې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د کابل اوسېدونکي وايي، د برښنا پرچاوي زیاته شوې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل یو شمېر ښاریان وايي، د هوا له تودېدو سره د برښنا پرچاوي لا ډېره شوې ده.

د کابل د چهلستون اوسېدونکی مختار وايي، د هوا په تودېدو سره د برښنا پرچاوي تر پخوا لا ډېره شوې ده.

ده ازادي راډيو ته وویل، د سختې ګرمې له امله یې ماشومان د شپې خوب نه لري.

هغه زیاته کړه: "کابل کې په ۲۴ ساعتونو کې درې/ څلور ساعته هم موږ برښنا نه لرو. د ورځې خو برښنا نه وي بیا شپې له خوا په نوبت برښنا وي. کله چې ویده کېږو خو هوا ډېره ګرمه وي او پکي ته اړتیا وي، ماشومان مو هېڅ نه ویده کېږي. بل یخچال ته اړتیا وي چې یخې اوبه وڅښو. هیله مو دا ده چې حکومت برښنا ته ډېره پاملرنه وکړي."

د کابل د شپاړسمې ناحیې اوسېدونکې ناهیده وايي، د برښنا د پرچاوۍ له امله اړ ده چې جامې په لاس پرېمنيځي او په وینا یې، هر ځلې چې شپې مهال برښنا راځي دا غواړي په ماشین کالي ومینځي، خو کار نه بشپړ برښنا بېرته ولاړه شي.

هغې زیاته کړه: "موږ د برښنا له ګڼو ستونزو سره مخ یو. نه د ورځې نه د شپې منظمه برښنا لرو. د شپې دوه که درې ساعته برښنا راځي، له هغې هم سم کار نه شو اخیستلای. زه غواړم د شپې کالي ومینځم، هغه هم تر اخره نه رسېږي، برښنا ځي او کالي مې ټول پاتې شي، بیا یې په لاس مینځم. هوا هم ډېره توده ده، هیله ده برښنا د منظمه کړي څو موږ سمه استفاده ترې وکولای شو."

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' په افغانستان د هوا د بېساري تودېدو خبرداری ورکړی او له کورنیو څخه یې غوښتي چې له تودوخې څخه د خلاصون لپاره یو لړ سپارښتنې عملي کړي.

د هوا پېژندنې د ادارو د اټکل له مخې سبا جمعه او د شنبې په ورځ به د افغانستان په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد له دېرشو درجو لوړه شي.

افغانستان داسې یو هېواد دی چې د خپل اړتیا وړ ډېره برښنا له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي.
افغانستان داسې یو هېواد دی چې د خپل اړتیا وړ ډېره برښنا له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي.

په ورته وخت کې عبدالبصیر تره‌کی چې د پلاستیکي چپلکو فابریکې لري، دی هم د برښنا د پرچاوۍ ستونزې تاییدوي او زیاتوي چې دورځې ۴ که ۵ ځلې برښنا ځي او راځي او دوی سم کار نه شي کولى.

هغه وویل: "موږ د ورځې دولس ساعته برښنا لرو، هغه هم غیر معیاري برښنا. د شپې دری بجو راځي او د ورځې په نیمه ورځ بېرته ځي. موږ نه د ورځې نه د شپې سم کار ترې اخیستلی شو او شپې خو دا شاګرادان هم اخر خوب لري. داسې ورځ نه شته چې څلور که پنځه ځلې برښنا ولاړه نه شي، بیا د صنعتکارانو په ګروپ کې پوښتنه کوو، وایي، تخنیکي ستونزې دي، لوډ د برښنا دی او نورې خبرې. موږ بیخي له خپل دې صنعت څخه زړه توري شوي یو."

د کابل اوسېدونکي او صنعتکاران د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې له برښنا شرکت غواړي چې د دوى ستونزو ته پاملرنه وکړي او د خلکو اړتیاوو ته په کتو دې منظمه برښنا ووېشي.

د خلکو او صنعتکارانو د برښنا د ستونزو په اړه مو د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وپوښت، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

افغانستان داسې یو هېواد دی چې د خپل اړتیا وړ ډېره برښنا له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار د ۱۴۰۲ کال وري په میاشت کې په یو راپور کې وویل چې افغانستان خپله د اړتیا وړ ۸۰ سلنه برښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي چې په دې برخه کې به کلني ډول ۲۲۰ میلیونه افغانۍ دغه هېوادونو ته ورکوي.

خو له دې سره سره لا هم د افغانستان د برښنا ستونزه نه ده حل شوې او په خپل ځای پاتې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG