د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

پېښو ته د رسېدو د چارو وزارت: تازه سېلابونو ۳۱ افغانان مړه او ۷۴ نور ټپیان کړي


د میدان وردګو ولایت تازه سېلابونه
د میدان وردګو ولایت تازه سېلابونه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي، له تېرو درېیو ورځو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د راوتلو سېلابونو له امله ۳۱ تنه مړه شوي او ۷۴ نور ټپیان دي.

د طالبانو د دغه وزارت شمېرې ښيي، چې په تېرو درې شپو او ورځو کې د سېلابونو د راوتو په پېښو کې ۳۱ تنه مړه شوي او ۷۴ نور ټپیان دي.

دغه شان سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب، ۶۰۴ کورونه ویجاړ او تر څنګ یې ۲۵۰ څاروي هم له‌منځه تللي دي.

د دې وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي د یک‌شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، ډېره مرګ‌ژوبله میدان وردګ کې د تېرې شپې په سېلابونو کې خلکو ته اوښتې ده.

"په میدان وردګ کې ۲۶ تنه شهیدان لرو او ۴۴ تر اوسه ټپیان دي. ۴۱ نور لا درکه دي. "

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وايي، دا شمېرې وروستۍ نه‌دي او شاید د مرګ‌ژوبلې په شمېر کې زیاتوالی راشي.

د دې وزارت چارواکي سېلاب ځپلو سیمو ته د مرستندویه ټیمونو د لېږلو خبره هم کوي.

په ورته وخت کې په سېلاب ځپلو سیمو کې خلک د هر څه ژر بېړنیو مرستو او لاس‌نیوي غوښتونکي دي.

د جلریز ولسوالۍ اوسېدونکي شېرمحمد ازادي راډیو ته ویلي، د کورنۍ غړي یې سېلاب وړي او مړی و ژوندیې ورک دی.

نوموړي وویل:"دوه نیمې بجې وې چې سېلاب راغی. په بوشکو مې له تهاکاو اوبه راوېستې. تر دا اوسه په خپلو شهیدانو پسې ګرځوو، الله دې وکړي چې پیدا شي. دا د ټولو درد دی. د الله پاک افت دی او اوس راغلی. له ټولو هېوادوالو غواړو چې مرسته وکړي. "

د میدان وردګو جلریز ولسوالي
د میدان وردګو جلریز ولسوالي

د کابل پغمان ولسوالۍ د ارغندې سیمې اوسېدونکی عزت‌الله بیا ازادي راډیو ته وویل، د د دوی په کلي کې د یوې کورنۍ پنځه تنه سېلاب وړي چې درې یې مېرمنې، یو ماشومان او یو هم سپین‌ږیری دی. دی وايي، د درې تنو جسدونه یې موندلي او دوه لا هم ورک دي.

هغه زیاته کړه:"د شپې ناوخته راغی، نږدې یوه نیمه او دوه بجې وې چې باران شروع شو. ډېر قوي سېلاب راغی، ډېر مالي او ځاني تلفات لرو. په کلي مو د یوه تن کور چپه شو او پنځه تنه یې سېلاب یوړل چې مړه شوي. نور کورونه هم چپه شوي، خو تلفات پنځه تنه دي. "

د عزت په خبره، سېلاب شا و خوا دېرش کورونه نړولي دي او سلګونه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.

د کونړ د وټه‌‌پور ولسوالۍ اوسېدونکی محمد‌الله هم وايي، د تېرې شپې په سېلابونو کې د دوی په سیمه کې سلګونه جریبه ځمکه تخریب شوې.

نوموړي وویل:"د دې خوړ مسیر د کټارې او ګمبیر له ساحې شروع تر وټه‌پور تر کلي پورې دی. سلګونه جریبه ځمکه یې د دې خوړ په دواړو غاړو کې خرابه کړې ده. د خلکو باغونه او کورونه یې هم وړې دي. ډېر زیات تاوان یې اړولی دی. "

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت شمېرې ښيي، چې د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د راوتلو سېلابونو په پایله کې ۲۱۴ تنه مړه شوي او ۳۲۰ نور ټپیان دي.

د دې وزارت له قوله، همدا ډول په راوتلو سېلابونو کې ۳۱۵ کورونه ویجاړ او ۴۱ زره کرنیزه ځمکه او حاصلیزه باغونه تخریب کړي دي.

پرونۍ وړاندوېنه

د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت پرون وویل، چې د روانې زمري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر درېیمې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو برخو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د وروستیو سېلابونو یوه څنډه
د وروستیو سېلابونو یوه څنډه

دې وزارت پر ټویتر په یوه بیان کې لیکلي وو، چې د هېواد په ځینو برخو کې د نسبتا تېزو ورښتونو له کبله د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي.

د بیان له مخې، د دې ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو احتمال د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې ډېر شته.

دا وزارت وايي چې دا اټکل د هایدرومیتیورولوژيکي سټېشنونو د بارانونو د تحلیل، د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو او د هېواد او نړۍ د هوا پېژندنې د ادارو د وړاندوېنو په اساس شوی دی.

سېلابونه او د اوبو د سطحې لوړېدل تل عام وګړي په تېره هغه بېوزلي خلک چې د سیند پر غاړو یې کروندې او کورونه جوړ کړي زیانمنوي.

د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت په خپل بېګاني بیان کې، د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې له استوګنو خلکو غوښتي وو، چې د سېلابونو د راوتلو پرمهال د سیندونو پر غاړو جوړ شوي کورونه او هغه خلک چې په لاندینیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي څو هغو خپل ځانونه او خپل ماشومان وژغورلای شي.

XS
SM
MD
LG