د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

افغانستان کې د سختو اورښتونو خبرداری؛ تېره اوونۍ یې ځاني او مالي زیانونه اړولي


ارشیف: وروستیو سېلابونو په لوګر کې هم خلکو ته زیانونه اړولي دي.
ارشیف: وروستیو سېلابونو په لوګر کې هم خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو درېیو ورځو کې د سختو اورښتونو او د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

کابل، آمو او هلمند سیندیزو حوزو په شاوخوا سیمو کې راتلونکې درې ورځې د سختو اورښتونو او د سېلابونو د راوتلو احتمال وړاندې شوی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې ادارې پرون په یوه بیان کې په پنجشېر، غوربند، کنړ، لغمان، لوګر، ميدان ښار، خوست، پکتيا، پکتيکا او غزني کې د سېلابونو او د اوبو د سطحې د لوړېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې داسې وخت په یو شمېر ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداری خپور کړی چې تېر یوه اوونۍ هم په ځینو ولایتونو کې خلکو ته د سېلابونو د راوتلو له امله ځاني او مالي تاوانونه رسېدلي.

د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د وروستیو سېلابونو له امله د ځاني تلفاتو تر څنګ سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

هغه وویل: "د چنګاښ د میاشتې له اوومې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې د پکتیکا، ننګرهار، میدان وردګو، لوګر، کاپیسا، پروان او پکتیا په ولایتونو کې سیلابونه رامنځته شول. چې له امله یې د لومړنیو شمېرو له مخې ۷ تنه وژل شوي، ۹ تنه ټپیان شوي او تر ۳۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي دي."

ارشیف: د سېلابونو له امله پروان کې د اوښتو زیانونو یو انځور
ارشیف: د سېلابونو له امله پروان کې د اوښتو زیانونو یو انځور

رحیمي زیاته کړه، چې دغو سېلابونو تر سلو ډېر څاروي له منځه وړي او له زرو جریبه ډېره کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال دفتر یا 'آی او ایم' هم په کاپیسا کې د سختو بارانونو په اړه ټویټ کړی او ویلي یې دي چې د دوی ټیمونه په ساحه کې دي او د زیانمنو کورنیو ارزونه کوي ترڅو دوی ته لازمې مرستې ورسوي.

ملګرو ملتونو تېر کال ویلي وو، چې افغانستان د اقلیم د بدلون په برخه کې له یوه ستونزمن حالت سره مخ دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د منفي اغېزو د کمولو لپاره د نړیوالې ټولنې پراختیايي مرستو ته اړتیا ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG