په میدان وردګ ولایت کې د تېرې شپې سېلاب ځپلي وایي، چې د کورنیو د لادرکه غړو د موندنې ترڅنګ دې په نورو برخو کې بېړنۍ مرستې ورسره وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ځایي چارواکو سېلاب ځپلو ولسوالیو ته د څو مرستندویو ډلو د استولو خبر ورکړی.
خلکو بیا ویلي، چې د سېلاب تاوانونه او تلفات زیات دي او لا زیاتو مرستو ته اړتیا ده.
په دې اړه دا غږیز راپور واورئ: