د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

مېل انلاین: د برتانوي ځواکونو تر دوه سوه زیاتو افغان همکارانو ویزې ترلاسه کړي


د بریتانیا بیرغ
د بریتانیا بیرغ

میل انلاین:

له بریتانیا خپریدونکې مېل انلاین خپلې وروستۍ ګڼې کې لیکلي، له دوه سوو زیاتو ترجمانانو او هغو کسانو چې افغانستان کې یې له برتانوي ځواکونو سره کار کړی دی، په وروستیو کې د کورنیو چارو د وزارت له امر وروسته ویزې ترلاسه کړي دي.

د ورځپاڼې په وینا، دغو کسانو تر یو کال زیاته موده په پاکستان او ځینو نورو هېوادونو کې تېره کړې ده.

وړاندې ویل شوي چې دا اقدام د بشري حقونو د هغو فعالانو او مدافع وکیلانو لپاره یو بریالیتوب دی چې د افغان ترجمانانو او نورو زیانمنونکو افغانانو لپاره د ویزو د ترلاسه کولو لپاره له مودې راهېسې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت سره ښکېل وو.

د ۲۰۲۱ م کال په اګسټ کې د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته، په زرګونو هغه افغانان چې د امریکايي او د ناټو د نورو غړیو هېوادونو له ځواکونو سره یې افغانستان کې د ترجمانانو په توګه او یا نورو برخو کې کار کړی وو، له الې ګولې سره په ملو لسګونو الوتنو کې له افغانستان څخه وویستل شول.

ځینې چې ونه توانېدل د بېلابېلو دلایلو له کبله د لېږد په دې پروسه کې شامل شي، د افغانستان څخه یې د وتلو لپاره د پاکستان ایران او نورو هېوادونو لاره ونیوله.

ورځپاڼې د موسی په نوم د یو افغان ترجمان کیسه لیکلي چې وايي، له یو کال څخه زیاته موده یې د خپلې مېرمنې او ماشومانو سره د اسلام اباد یو هوټل کې تېره کړې ده.

موسی ورځپاڼې ته ویلي چې ده او کورنۍ ته یې باید د بریتانیا ویزه ورکړل شي ځکه په وینا یې د ده او د کورنۍ ورځنی ژوند یې له مودې راهېسې په ټپه ولاړ دی.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د جولای په اولسمه نېټه اعلان وکړ، چې د یو شمېر افغانانو ویزې اجرا کوي.

دې وزارت ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له دویم ځلي واکمنۍ راوروسته یې څلور ویشت زره او شپږ سوه افغانان بریتانیا ته لېږدولي دي او ژمنه یې کړې چې د په شرایطو پوره افغانانو انتقال ته به دوام ورکړي.

ګارډین:

د ګارډین ورځپاڼې د افغان نجونو په سپورټ تمرکز کړی او لیکلي یې دي، د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا په دې برخه کې مشغولې افغان نجونې له پامه غورځولې دي.

د ورځپاڼې په وینا، دا وخت د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي ټیم ځینې لوبغاړې په استرالیا کې په تمرین بوختې دي.

ګارډین په دې لړ کې د افغانستان د نجونو د فوټبال د ټیم د کیپتانې فاطمه یوسفي څرګندونې راخیستې چې وايي، یو مهال دوی د افغانستان په ملي ټیم کې لوبېدلې او اوس هڅه کوي چې بیا هم په ملي ټیم کې ولوبېږي.

په ۲۰۲۱ م کال کې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ راوروسته په افغانستان کې د نجونو په ورزش محدودیت ولګېده او د افغانستان یو شمېر ورزشکارې نجونې له هېواد څخه ووتلي.

د دوی له ډلې د فوټبال څو تنه افغان لوبغاړې استرالیا ته ولاړې چې دا مهال هلته په الف لیګ کې لوبېږي.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم ښځینه لوبغاړې وايي، فیفا دې دوی ته دا هیله مندي ورکړي، چې دوی وتوانېږي له هېواده بهر د افغانستان د نجونو د فوټبال ټیم رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG