د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

رسنۍ: پاکستان له طالبانو سره مرسته کوله او بریتانیا بیا دا هېواد په وسلو سمبالاوه


د طالبانو او د پاکستان حکومت بیرغونه
د طالبانو او د پاکستان حکومت بیرغونه

ډیکلاسیفایډ یو کې:

اسناد ښيي چې بریتانیا سره له دې چې پوهېده پاکستان له طالبانو سره مرسته کوي، دا هېواد یې په وسلو سمبالاوه.

'ډیکلاسیفایډ یو کې' انټرنېټي خپرونې تر دې سرلیک لاندې په یوه څېړنیز مطلب کې لیکلي، کله چې طالبان په ۱۹۹۶ کال کې پر افغانستان واکمن شول، برتانوي چارواکي پوهېدل چې پاکستان له هغوی سره مستقیماً مرسته کوي، خو له دې سره سره یې د اسلام‌اباد له حکومت سره پوځي مرستو ته دوام ورکړ.

د خپرونې په لیکنه د بریتانیا سیاست له اسامه بن لادن سره چې هغه مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ بنسټونو په جوړولو لګیا و، مرسته وکړه.

وړاندې په دې مطلب کې راغلي چې د ۱۹۹۶ کال په اکتوبر کې د بریتانیا د وخت د صدراعظم جان مجر لوړپوړي سلاکار ایډوارډ اوکډین په دې اړه چې په اوس وخت کې موږ څومره پوه یو چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي، په یوه لیک کې له بهرنیو چارو وزارت څخه د مشورې غوښتنه کړې وه.

هغه زیاته کړې: "زه داسې انګېرم چې لږ تر لږه تر دې وروستیو پورې، پاکستان د طالبانو یو له اصلي تمویلونکو او ملاتړو څخه و."

دا هغه وخت وچې طالبان د کورنۍ خونړۍ جګړې په پایله کې پر کابل واکمن شوي و.

'ډیکلاسیفایډ یو کې' وړاندې لیکي، دا پوښتنه پر ځای ځکه وه چې بریتانیا او پاکستان له اوږدې مودې راهیسې نږدې پوځي متحدین و او بریتانیا په منظم ډول د دې هېواد له پوځ سره مرسته کوله.

'ډیکلاسیفایډ یو کې' انټرنېټي خپرونې په دې لیکنه کې له طالبانو سره د لومړنۍ واکمنۍ په موده کې د پاکستان پر ملاتړ تمرکز کړی او په ۲۰۰۱ کال کې یې د رژیم له پرځېدو وروسته په تېرو څه باندې شلو کلونو کې چې طالبانو د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په وړاندې وسله‌واله مبارزه مخ ته وړه، له دې ډلې سره د پاکستان د ملاتړ یادونه نه‌ده کړې، هغه هېواد چې د افغانستان پخواني حکومت او نړیوالو ملاتړو یې په کلک ملاتړ تورن کړی و.

خپرونه چې د تحقیقاتي ژورنالېزم په برخه کې په ۲۰۱۹ کال کې تاسیس شوې ادعا کوي چې د بریتانیا د بهرنۍ پالیسۍ، د بریتانیا د پوځ او استخباراتي ادارو په اړه ژورې څېړنې کوي.

انډيپنډنټ:

برتانوۍ انډيپنډنټ ورځپاڼه لیکي، امریکا هغه افغان پیلوټ ته د پناه ورکولو په اړه څېړنه کوي چې د برتانوي چارواکو له‌خوا له دې هېواده د ایستلو او رواندا ته یې د لېږلو له ګواښ سره مخ دی.

د ورځپاڼې په لیکنه د بریتانیا دې اقدام د سیاستوالو او لوړ پوړو پوځي څېرو غصه راپارولې او هغه یې شرمونکی بللی دی.

انډيپنډنټ د دغه افغان پیلوټ نوم نه‌دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي چې هغه د نړیوال ایتلاف په څو پوځي ماموریتونو کې يې برخه اخیستې ده.

دغه پیلوټ پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په یوه کوچنۍ کښتۍ کې بریتانیا ته ځان ورساوه، خو مېرمن او اولادونه یې په افغانستان کې په پټه ژوند کوي او دی هم په په بریتانیا کې بې برخلیکه دی.

په دوام کې راغلي، وروسته له هغې چې د بریتانیا پوځ روانه اوونۍ د دغه پیلوټ د پناه غوښتنلیک رد کړ او رواندا ته یې د لېږلو احتمال زیات شو، امریکا هغه او کورنۍ ته یې پر پناه ورکولو غور پیل کړ.

انډيپنډنټ وړاندې لیکي، د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، دا نه مني چې له ایتلافي ځواکونو سره د دغه پیلوټ د ونډې په خاطر به د هغه ژوند په خطر کې وي او دا هم نه مني چې د دغه پیلوټ له رول پرته به په افغانستان کې د بریتانیا عملیات بریالي نه و.

د بریتانیا د پوځ یوه پخواني چارواکي لورډ ډنینټ انډيپنډنټ ته ویلي چې د دغه افغان پیلوټ د پناه د غوښتنلیک د ردېدو په اړه یې د حکومت پرېکړه ناهیلې کوونکې ده.

ډنینټ زیاته کړې، دغه پیلوټ په زیات باور چې بله لاره یې هم نه درلوده، بریتانیا ته ځان رسولی، خو دا چې هغه د امریکا ستونزه بولي، بریتانیا له خپل مسوولیته اوږې سپکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG