د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو


په جلال اباد ښار کې ښځینه واکسیناتورانې د واکسین د تطبیق پر مهال. May 15, 2023
په جلال اباد ښار کې ښځینه واکسیناتورانې د واکسین د تطبیق پر مهال. May 15, 2023

په ختیځو څلورو ولایتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو واکسین کمپاین پیل شو.

په داسې حال کې چې په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې، نن د ننګرهار په ګډون په درېیو نورو ختیځو ولایتونو کونړ، لغمان او نورستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو.

که څه هم د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو په ننګرهار کې د ياد کمپاين د پرانیستې په مراسمو کې د دغه ولایت د کتلوي معافيت مسوول ډاکتر حکم خان ګلابزي وویل، دغه کمپاین څلور ورځې دوام کوي چې په ترڅ کې به یې یوازې په ننګرهار کې له اته لکو ډېر هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم وي واکسین شي.

نوموړی وايي: "په ننګرهار کې هم نن دغه کمپاین پیل شو، په دې څلور ورځني کمپاین کې به ۸۳۵ زره او ۶۷۹ له پنځو کالونو کم عمره ماشومان واکسين شي."

که څه هم نوموړي د دریو نورو ولایتونو کونړ لغمان او نورستان په اړه څه ونه ویل، خو له دغه پروګرام یوې باخبرې سرچیني چې ویې نه غوښتل د اجازې د نه درلودلو له امله یې نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډيو ته وویل، په یادو ولایتونو کې به څه د پاسه څلور لکه ماشومان واکسین شي.

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکیسن کمپاین داسې مهال پیلیږي چې په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې د ننګرهار په بهسودو، بټي کوټ، کوټ، نازیانو او دُر بابا ولسوالیو کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

ارشیف: د ننګرهار په سره رود کې یو واکسیناتور د یوې ماشومې ته د پولیو واکسین تطبیق پر مهال
ارشیف: د ننګرهار په سره رود کې یو واکسیناتور د یوې ماشومې ته د پولیو واکسین تطبیق پر مهال

په همدې حال کې د ننګرهار دوه اوسېدونکي وايي، نن سهار کورونو ته واکسین کوونکي ورغلي او د دوی ماشومانو ته یې د پولیو واکسین تطبیق کړي دي.

د ننګرهار يو اوسېدونکي وويل: "زما نوم عبیدالله دی په ننګرهار کې د واکسین کمپاین پیل شو، زموږ ماشومانو ته واکسین وشول. له ټولو خلکو غواړم چې خپل ماشومان واکسین کړي تر څو د ګوزڼ مخه ونیول شي."

دغه راز د ننګرهار يو بل اوسېدونکي ازادي راډيو سره خبرو کې وويل: "زما نوم حذیفه دی نن د پولیو د واکسینو کمپاین پیل شو، دا د ګوزڼ د مخنیوي لپاره ډېر مهم دی چې باید ټول خلک خپل ماشومان واکسین کړي."

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو‌ ایچ‌ او وړاندې تر دې ویلي وو، په افغانستان کې هغه کورنۍ چې د ماشومانو له واکسينه ډډه کوي د پولیو ویروس د خپرېدو سره مرسته کوي.

ډبلیو‌ ایچ‌ او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو ډېر او نامنظم تګ راتګ د پولیو ویروس د خپرېدو مهم لامل بللی و.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا یونېسف د پولیو د برخې مسوولانو څه موده وړاندې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د افغانستان په ختیځه حوزه کې لا هم د مثبتو پېښو او نورو سیمو ته یې د غځېدو امکان شته.

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه‌لري او یوازې د واکسین په مټ د مخنيوي وړ ده.

روغتیا پالان وايي، دغه ناروغي زیاتره په ماشومانو کې خپرېږي چې د دایمې فلج او ان د مړینې لامل یې ګرځي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې اوس هم په‌کې پولیو ویروس د ماشومانو ژوند ګواښي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG