د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

يونېسف: پاکستان کې د ګوزڼ د تازه پېښو ثبتېدو افغانستان کې د پوليو احتمال زيات کړی


تصویر آرشیف: کمپاین تطبیق واکسین پولیو در افغانستان
تصویر آرشیف: کمپاین تطبیق واکسین پولیو در افغانستان

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د افغانستان په ختیځ کې د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین ځکه عملي کېږي، چې په پاکستان کې د روان میلادي کال لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسوول کمال شاه ازادي راډیو ته وویل، نوی کمپاین را روانه دوشنبه پیلېږي.

"د افغانستان په ختیځه حوزه کې د پولیو کمپاین تطبیقيږي

نوموړي وويل: "د افغانستان په ختیځه حوزه کې د پولیو کمپاین تطبیقيږي، ځکه په مارچ میاشت کې په دې حوزه کې د پولیو وایروس په محیط کې زیات تثبیت شوی دی، چې هلته د وایروس د شتون ښکارندویي کوي. د دې تر څنګ د ۲۰۲۳م کال لومړۍ مثبته پېښه په پاکستان کې ثبت شوې ده. چې دا هم د افغان ماشومانو لپاره یو ګواښ ګڼل کېږي."

د افغانستان په ختیځ کې د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو تازه کمپاین راروانه دوشنبه پیلېږي او ۴ ورځې به دوام کوي.

ټاکل شوې د دې کمپاین په لړ کې یوولس لکه هغو ماشومانو ته واکسین ورکړل شي، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي.

سږ کال پاستان کې د پوليو تازه پېښه ثبت شوې
سږ کال پاستان کې د پوليو تازه پېښه ثبت شوې

تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو یوازې دوې مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو په پاکستان کې ۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې، ټولې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې وې، چې افغانان ورته ډېر تګ راتګ کوي.

نن سبا په نړۍ کې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي په‌کې ختمه شوې نه‌ده.

ګوزڼ یا پولیو یو ډول انتاني او ساري ناروغي ده چې، د ماشوم د بدن عصبي سیستم اغېزمنوي او د فلج کېدو سبب یې کېږي.

دا ناروغي تر ډېره د ناپاکو خوړو، اوبو او په ویالو یا ډنډونو کې د ناروغو ماشومانو د لمبېدو له لارې نورو ته خپرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG