د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

جرمني کې خلکو د 'کووېډ-۱۹' برخه کې د حکومت پر پالېسيو اعتراض وکړ


ارشيف، په جرمني کې د تېرې میاشتې لاریونونه
ارشيف، په جرمني کې د تېرې میاشتې لاریونونه

د جرمني په یو شمېر ښارونو کې پرون خلکو د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د حکومت پر پالېسيو اعتراض وکړ.

د جرمني پولیس وايي، په شمال ختیځ شویرین ښار کې شااوخوا ۱۶ سوه کسانو غونډه وکړه او د ماشومانو د واکسین پرضد یې اعتراض وکړ.

پولیس همداراز وايي په هامبورګ ښار کې هم په همدې شمېر کسانو لاریون وکړ او په پلازمېنه برلین کې شااوخوا یونیم سل کسانو د روغتیايي تدابیرو په برخه کې د حکومت د پلانونو پرضد اعتراض وکړ.

د جرمني د روغتیا وزیر کارل لاوټر باښ وویل چې د واکسین د مخالفانو او له کرونا وایروسه د منکرو معترضانو استدلال هېڅ اعتبار نه لري.

د بریتانیا حکومت پرون د مرغومې په ۱۸مه نېټه اعلان وکړ چې په دې هېواد کې د 'کووېډ- ۱۹' ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر له ۱۵۰ زرو اوښتی دی.

یوه ورځ له دې مخکې د مرغومې په ۱۷مه د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې په ټوله نړۍ کې د 'کووېډ-۱۹' د ثبت شویو مواردو شمېر له ۳ سوه ملیونه واوښت.

XS
SM
MD
LG