د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

ملګري ملتونه: پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې تر ۹۱۰۰ ډېر ملکیان وژل شوي


په اوکراین کې د روسي ځواکونو له لوري د برید له کبله یوې ودانۍ ته د اوښتو زیانونو انځور. April 14, 2023
په اوکراین کې د روسي ځواکونو له لوري د برید له کبله یوې ودانۍ ته د اوښتو زیانونو انځور. April 14, 2023

ملګرو ملتونو تایید کړه، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د سلګونو ماشومانو په ګډون تر ۹۱۰۰ زیات ملکیان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویې کمشنرۍ په خپل تازه راپور کې چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې په باب دی ویلي، د ۲۰۲۲م کال له فبروري میاشتې راهیسې د ۲۰۲۳م کال تر جون میاشتې پورې په اوکراین کې د ۵۰۰ ماشومانو په ګډون څه باندې ۹۱۷۰ ملکیان وژل شوي او د څه باندې زرو ماشومانو په ګډون شا و خوا ۱۶زره نور ټپیان شوي دي.

راپور وايي، په قربانیانو کې ۴۰ فیصده یې ښځې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویې کمېشنرۍ د راپور له مخې دغه شمېرې د اوکراین په ۱۵۰۴ ساحو کې ثبت شوې دي.

د دې تر څنګ په کریمیا ټاپووزمه او د اوکراین په سیواستیپول کې چې د روسیې له خوا اشغال شوي، هم خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې د ملکیانو د مرګژوبلې شمېر ښايي تر دې څو برابره زیات وي، ځکه په زیاتو سیمو کې چې په جګړې پورې نورې اړوندې پېښې شوي، مرګژوبله نه ده ثبت شوې، لکه ماریوپول او سیویرو ښارونه دغه راز د دونیڅک او لوهانسک نور ښارونه.

هغه سیمې چې ملکیانو ته په کې زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده، دونیڅک، خارکییف، کییف او لوهانسک دي.

زیاته مرګژوبله د ۲۰۲۲م کال په مارچ او اپرېل میاشت کې ثبت شوې او د ۲۰۲۳م کال په فبروري میاشت کې کمه شوې ده.

راپور وايي، د ۲۰۲۳م کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د میاشتې په اوسط ډول د ملکیانو مرګژوبله ۶۹۶ وه، خو په مې او جون میاشت کې دا شمېرې بېرته زیاتې شوي او په میاشت کې ۸۳۶ ته زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویې کمېشنرۍ لیکلي، چې د ۲۰۲۲م کال له فبروري میاشتې د ۲۰۲۳م کال تر جون میاشتې پورې د ماینونو له کبله د څه باندې ۹۰۰ کسانو تلفات ثبت شوي، چې له ډلې یې ۲۹۳ کسان مړه او ۶۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

د دې راپور له مخې زیاته مرګژوبله د لویو بمونو د کارونې له کبله خلکو ته اوښتې او ویل کېږي چې هوايي حملې، د توغندیو ویشتل، د درنو وسلو، ماشیندارو، نورو وسلو او سپکو لاسي وسلو کارول هم په کې شامل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG